د پاکستان پوځ د جنرال ضياوالحق په مشري کې د ۱۹۷۷م کال د جولايي پر پنځمه نېټه د پيپلز پارټی د بنسټ ايښودونکي او د دې هيواد د لومړي ځل لپاره د ټاکل شوي وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو حکومت نسکور کړ.
په خېبر ایجنسۍ کې خلک د بجلۍ نشتوالي له لاسه سر ټکوي. دوی وایي، چې باوړۍ «ټیوب ویلونه» یې بندې دي او د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. د ایجنسې په مرکزي روغتون کې یې هم اوبه ختمې شوې دي. د خېبر خلک له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی بجلۍ دې زغرده پرځای کړي چې د اوبو اړیتاوې یې پوره شي. له سیمې د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواری راپور لري.
په بنو کې د جمعې پر ورځ کمیشنر سيد محسن له پوځي چارواکو سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وويل، چې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستانیو پوځي عملیاتو «ضرب عضب» له وجې تر اوسه په بنو کې پنځه لاکه دوه اویا زره دوه سوو کسانو نوملیکنه شوې ده. له پېښوره د ځلاند يوسفزي راپور
د پاکستان قامي اسمبلی د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د چارشنبې پر ورځ د تحفظ پاکستان په نامه يو قانون منظور کړ. داچې د ترهګری ضد جګړې شدت په قبايلي سيمو کې ليدل شوی او هلته وار له مخه په دوه زره يوولسم کال کې د ولسي قانون پیاوړتیا زیاتولو اقدامات «ايکشنز ان ايډ آف سول پاور ريګوليشن» په نامه يو قانون عملي دی. نو اوس پوښتنه دا ده چې د نوي قانون له منظورېدو سره به د مخکیني قانون حيثيت څه وي؟ او په دې باب د قبايلي سيمو لپاره د پارليماني غړي او د قبایلي سیمو وکیلانو ټولنې «فاټا لاير فورم» غبرګون څه دئ؟ عبدالحي کاکړ په دې اړه رپورټ جوړ کړی دی.
د پاکستان قامي اسمبلی د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د چارشنبې پر ورځ د تحفظ پاکستان په نامه يو قانون منظور کړ.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه کړې چې په روانو پوځي عملیاتو کې دې شمالي وزیرستان له هر ډول وسله والو ډلو ټپلو پاک وګرځول شي. په خېبر پښتونخوا کې د ګوند صوبايي جنرل سیکرېټري ارباب مجیب الرحمن په پېښور پرېس کلب کې خبريالانو ته وویل، چې له عملیاتو وروسته د وزیرستان ولس خپلو سیمو ته ستنېږي نو پکار ده چې هلته د هېڅ یو یا بلې ډلې وسله وال موجود نه وي. نوموړي وویل، چې د وزیرستان کډوالو لپاره دې سم انتظامات وشي. او له هغوی سره د مرستو لپاره دې نړۍ ته غږ وکړل شي. د غلام غوث راپور
د خېبر ایجنسۍ باړې خلک شکایت کوي چې په پېښور کې ورسره پولیس ښه چلند نه کوي،او پر چېک پوسټونو یې بې ځایه تنګوي. دوی وایي چې یو خوا په باړه کې د پوځي عملیاتو او بد امنۍ له امله ځپل شوي دي او بل خوا ورته د باړې او پېښور ترمنځ په تګ راتګ کې د پولیسو له خوا ډېر مشکلات پیدا شوي دي. دوی وایي، چې د پېښور پولیس دې د دوی له تنګولو ډډه وکړي. د مشال ریډیو خبریال فرهاد شینواري یې راپور رالېږلی
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (کمېسیون) ویلي دي چې د تحفظ پاکستان قانون نه یوازې د بشري حقونو سرغړونو ته لار هواروي بلکې له دې سره به په هغه هېواد کې د بشري حقونو خلاف ورزۍ زیاتې شي.
له شمالي وزيرستانه کډه پر سر یو جنګځپلی کډوال وايي، په لاره کې چې پر هغوی څنګه ستړې تېرې شوې دي په ویلو یې ژړا ورځي. سلیم زاهد وايي، کوچني ماشومان، مېرمنې او پتېره په لاره کې ستړیو، لوږو تندو او لمر وهلو کډوالو چې څومره ستونزې ګاللې دي، نه د ویلو نه د لیدلو دي. د مشال راډیو خبریال عمر دراز له سلیم زاهد سره خبرې کړې
د حکومتي شمېرو له مخې له شمالي وزيرستان د پوځي کاروايي له وجي شاوخوا پنځه لکه کسان بې کوره شوي دي خو له هغه ځايه يو شمېر کسانو مشال ريډيو ته ټيلي فونونه کړي او وايې چې د کرفيو له وجي هلته بند پاته دي. د خيسور اوسيدونکی سيد عالم هم يو له هغو کسانو دی چې سره له خپلي کورنی سره بند پاته دی. نوموړي د ټيلي فون د لاري زموږ همکار عبدالحی کاکړ ته د خپلو ستونزو په اړه وويل.....
په میرامشا کې ځینو کسانو مشال راډيو ته په ټیليفون ویلي چې دوی که په یوه یا دوه ورځو کې له سیمې و نه وتل نو له لوږې به مړه شي. دا کسان وايي، ټوله سیمه خالي ده او بمباري روانه ده نو ځکه نشي وتلای. دوی وايي، په سیمه کې شاوخوا ۷۰ کسان بند پاتې دي.
د هلمند ولایت والي حاجي محمد نعیم ادعا کوي، چې، په سنګين کې د جګړې رهبري د پاکستان د استخباراتي شبکې اى ايس اى د افسرانو په لاس کې ده. نوموړي د پنجشنبې پر ورځ په يوه خبري ناسته کې رسنيو ته وويل، چې په سنګين کې جګړه اوس هم دوام لري، خو په نوزاد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې امنيتي ساحه پراخه شوې ده. بل خوا د سنګين قومي مشران وايي، د څلور زره په شاوخوا کې کورنۍ بې ځايه شوي دي چې؛ عاجلو مرستو ته اړتيا لري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته