د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (کمېسیون) ویلي دي چې د تحفظ پاکستان قانون نه یوازې د بشري حقونو سرغړونو ته لار هواروي بلکې له دې سره به په هغه هېواد کې د بشري حقونو خلاف ورزۍ زیاتې شي.
له شمالي وزيرستانه کډه پر سر یو جنګځپلی کډوال وايي، په لاره کې چې پر هغوی څنګه ستړې تېرې شوې دي په ویلو یې ژړا ورځي. سلیم زاهد وايي، کوچني ماشومان، مېرمنې او پتېره په لاره کې ستړیو، لوږو تندو او لمر وهلو کډوالو چې څومره ستونزې ګاللې دي، نه د ویلو نه د لیدلو دي. د مشال راډیو خبریال عمر دراز له سلیم زاهد سره خبرې کړې
د حکومتي شمېرو له مخې له شمالي وزيرستان د پوځي کاروايي له وجي شاوخوا پنځه لکه کسان بې کوره شوي دي خو له هغه ځايه يو شمېر کسانو مشال ريډيو ته ټيلي فونونه کړي او وايې چې د کرفيو له وجي هلته بند پاته دي. د خيسور اوسيدونکی سيد عالم هم يو له هغو کسانو دی چې سره له خپلي کورنی سره بند پاته دی. نوموړي د ټيلي فون د لاري زموږ همکار عبدالحی کاکړ ته د خپلو ستونزو په اړه وويل.....
په میرامشا کې ځینو کسانو مشال راډيو ته په ټیليفون ویلي چې دوی که په یوه یا دوه ورځو کې له سیمې و نه وتل نو له لوږې به مړه شي. دا کسان وايي، ټوله سیمه خالي ده او بمباري روانه ده نو ځکه نشي وتلای. دوی وايي، په سیمه کې شاوخوا ۷۰ کسان بند پاتې دي.
د هلمند ولایت والي حاجي محمد نعیم ادعا کوي، چې، په سنګين کې د جګړې رهبري د پاکستان د استخباراتي شبکې اى ايس اى د افسرانو په لاس کې ده. نوموړي د پنجشنبې پر ورځ په يوه خبري ناسته کې رسنيو ته وويل، چې په سنګين کې جګړه اوس هم دوام لري، خو په نوزاد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې امنيتي ساحه پراخه شوې ده. بل خوا د سنګين قومي مشران وايي، د څلور زره په شاوخوا کې کورنۍ بې ځايه شوي دي چې؛ عاجلو مرستو ته اړتيا لري.
د شمالي وزیرستان ګڼې کورنۍ چې په سیمه کې د روانو پوځي عملیاتو نه یوازې پښتونخوا ته کډه کېږي بلکې ډېر یې د افغانستان خوست ته کډې وړې دي. دوی وايي، له مجبورۍ خپل پلرنۍ ټاټوبۍ پرېږدي. پنجاب ورونه راباندې تړلي دي، چېرته ولاړ شو او اړ دي چې افغانستان ته واوړي. دوی وايي هغه مو هم خپل پښتانه وروڼه دي، پردیو ته نه یو روان خپلو خلکو ته ځو. نور حال له شمالي وزیرستانه د سېلاب مسود په راپور کې
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان پر هغه بیان سخت غبرګون ښودلی یوه شخصی ټیلی وژن ته یې په خپلو څرګندونو کې یوځل بیا د پښتونخوا اسمبلۍ ماتولو دړکې ورکړې دي. له پېښوره د خالد خان راپور
د مشال ريډيو خبريال سيلاب مسود يو له هغو درې خبریالانو دی چې شمالي وزيرستان ته تللی وو او تر شاوخوا لس ورځو پورې هلته ګير پاته وو. نوموړي په لسو ورځو کې ډېر څه په خپلو سترګو ليدلي. د ډېرو هلو ځلو وروسته سيلاب مسود د جنوبي وزيرستان له لارې اوس بيرته ډېره اسماعيل خان ته رسېدلی دي. له ده سره د مشال همکار عبدالحي کاکړ مرکه کړې او په سر کې يې ځينې پوښتلي چې په شمالي وزيرستان کې یې په خپلو سترګو څه وليدل چې کومي سيمې د پوځ او کومې بيا د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وې.؟
د خېبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات د ترهه ګرو پر ضد پیل شوي دي او د پاکستان ټول ولس او سیاسي ګوندونو ته پکار ده چې د خپل پوځ ملاتړ وکړي. په پېښور کې د ګل پر ورځ ګورنر په خپله ماڼۍ ویلي چې دغه پوځي عملیات ځکه لنډمهالي او د خپلې موخې ترلاسه کېدو پورې دي، چې د عملیاتو په وجه له وزیرستانه بې کوره شوي وګړي ژر خپلو سیمو ته ستانه شي. د خالد خان راپور
د قبايلي سيمو لپاره د قدرتي افتونو منظمولو ادارې «اېف ډي اېم اې» مشر ارشد خان وايي، تر څو چې ګرځبندیز نه وي هېسته شوی تر هغو د شمالي وزيرستان خلک له خپلو کورنو کډې نشي کولی. د مشال راډیو همکار اسرار عالم مومند له ارشد خانه پوښتلي چې د ګرځبندیز لیرې کېدو پس د شمالي وزيرستان خلک څنګه، په کومو لارو او کومو کيمپونو ته تللی شي؟
د شمالي وزیرستان وګړي وايي، چې د پاکستان پوځ له لوري په سیمه کې د وسله والو پر ضد له ناڅاپي یرغله سخت کړاو ته لوېدلي دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې هغوی وویل، یو لوري له لګېدلي ګرځبندیزه کړېږي بلخوا ورته سرکار د خوندي سرپناه هېڅ مناسب بندوبست نه دی کړی. له بنو د مشال خبریال عمر دراز وزیر راپور
دا د یو ځوان یوه لنډه لیکنه وه چې اوس خو ماته د فیس بک یو پوسټ ښکاري خو که خدای مه کړه څه ورپېښ شوي وای نو بیا خدای مه کړه دایو وصیت هم کیدای شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته