افغان ولسمشر حامد کرزي، د کندهار چارواکو او عامو خلکو د حشمت خلیل کرزي وژنه غندلې ده او دا یې د هېواد لپاره لویه ضایعه بللې ده. ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هره ورځ د افغانستان وګړي وژل کېږي او د دې کورنۍ هم له دې مصیبته مستثنا نه ده او دا چې دی دا قرباني مني. د کندهار والي، توریالي ویسا ویلي، یوه ۲۴ کلن کس د مېلمنو په منځ کې کرزي ته ورغی او په چاودنې کولو یې هغه وواژه. ویسا، حشمت کرزی د کندهار دېوال وباله. حشمت کرزی د ولایتي شورا په انتخاباتو کې بریالی شوی وو او زیاتره وخت به یې خلک سولې ته وربلل. ولسي وګړو هم د کرزي پر وژنې سخت خپګان ښودلی دی او دا پېښه یې غندلې ده. د حشمت خلیل کرزي د ژوند او کار په اړه د محمد صادق رښتیني رپورټ د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د شمالي وزیرستان د بویه تحصیل یو اوسېدونکی شاکر الله وايي، د عملیاتو تر پیلېدو وروسته افغانستان ته ولاړ او له هغه ځایه بیا کلي ته ستون شو او اوس په بنو کې دی. دی وايي، په ډېرو سختو حالاتو کې له خپل کلي ووت او کډه یې وکړه. له مشال راديو سره د خبرو پر وخت د شمالي وزیرستان د عملیاتو عیني شاهد شاکر الله وویل، دوی یوازې ضروري شیان واخیستل او نور یې کورونه ډک پرېښودل. دی وايي، تر کډوالۍ شاوخوا دوه اوونۍ وروسته یې غوښتل چې په خپل کلي کې خپل او د خپلوانو کورونه وګوري. شاکر الله وايي، تر څلور ورځې سفر وروسته بیرته دته خېلو ته ورسېد او بیا یې دوه ورځې په غرونو کې پلي مزل وکړ او خپل کلي ته ورسېد. دی وايي، د شپې په ډېر تکلیف خپل کلي ته ولاړ ((په پرې سر – موږ خپل سر بایللی وو.)) د ده په خبره، کورونه یې چې ولیل زښت مایوسه شو.
کله چې ملاله یوسفزۍ جوړه شوه نو په نړۍ کې یې د تعلیم د ودې، پرمختګ او وکالت لپاره د ملاله فنډ په نوم یوه اداره جوړه کړه.
د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ د تعلیم لپاره د جوړې ادارې ملاله فنډ مشر ضیا الدین یوسفزي ویلي، اداره به یې ژر د قبایلي سیمو له ځینو زده کوونکو سره مالي مرسته وکړي. ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲ز کال کې وسله والو طالبانو ویشتلې او ژوبله کړې وه. له دې پېښې سره نوموړې په نړیوال کچ مشهوره او نومیالۍ شوه. کله چې ملاله یوسفزۍ جوړه شوه نو په نړۍ کې یې د تعلیم د ودې، پرمختګ او وکالت لپاره د ملاله فنډ په نوم یوه اداره جوړه کړه. خو له دې سره سره په پاکستان کې ځینې کړۍ د ملالې پر کارونو اعتراضونه کوي. د بېلګې په ډول د ملالې پر کتاب هم په پاکستان کې ډېر بحث وشو. پر دې هر څه مو د ملالې یوسفزۍ له پلار او د ملاله فنډ له مشر ضیا الدین یوسفزي سره مفصله مرکه کړې ده چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
جمیعت علمای اسلام (فضل الرحمان)، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام (سمیع الحق) او تحریک انصاف هغه مهم ګوندونه دي چې تل یې د شمالي وزیرستان د پوځي عملیاتو (اپرېشن) مخالفت کړی وو. تر عملیاتو مخکې، له جمیعت علمای اسلام (ف) پرته د نورو درو واړو سیاسي ګوندونو مشران د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مذاکراتي کمېټۍ مخکښه غړي ول. خو د خبرو اترو تر ناکامۍ وروسته د جون پر ۱۵مه کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل شول. تر هغې وروسته داسې لیدل شوي چې دې ګوندونو د خپل دریځ یا موقف برعکس د شمالي وزیرستان پر پوځي اپرېشن یو ډول خاموشي خپله کړې ده. وجې یې څه دي؟
که څه هم د افغان حکومت، امریکا، پاکستان او نورو عرب هېوادونو د هڅو په نتیجه کې له افغان طالبانو سره د خبرو اترو هڅې شوې دي خو لا یې څه خاص نتیجه نه ده ورکړې.
په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ کاله تر پاتې کېدو وروسته امریکا د ۲۰۱۴ز کال په پای کې له هغه هېواده خپل ټول جنګي ځواکونه وباسي. خو هلته لا هم د وسله والو طالبانو مقاومت او حملې روانې دي. که څه هم د افغان حکومت، امریکا، پاکستان او نورو عرب هېوادونو د هڅو په نتیجه کې له افغان طالبانو سره د خبرو اترو هڅې شوې دي خو لا یې څه خاص نتیجه نه ده ورکړې. پوښتنه دا ده چې ایا د خبرو اترو داسې یو خاص جوړښت یا ماډل یا چوکاټ شته چې تر مخه یې په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي؟ په دې اړه مو د عوامي نیشنل ګوند له یوه مشر او سینېټر افراسیاب خټک سره خبرې کړې دي. دی شاوخوا اته نیم کاله په افغانستان کې پاتې شوی وو او یو وخت یې د افغانستتان د پخواني واکمن ډاکتر نجیب الله د حکومت او د هغه وخت جهادي مشرانو تر منځ د یوه نارسمي منځګړي په توګه کار کړی وو. مشال راډیو له افراسیاب خټک سره د یوه سیاستوال نه بلکې د افغانستان د چارو د پوه په حیث مرکه کړې ده چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د فاټا سیکریټرېټ اوبه خور څانګه وايي، چې په خېبر ایجنسۍ کې د دریو وړو بندونو جوړولو تکل لري.دوی وایي، چې پر دغه بندونه به ۳۲ میلیونه روپۍ لګښت راځي، او خوا وشا سل اېکړه ځمکه به خړوبوي او له دې سره به ځایي خلک د دې جوګه شي چې په خپلو ځمکو سبزي،میوې او ګڼ نور کښتونه کولای شي. له خېبره د مشال ریډیو خبریال فرهاد شینواری راپور لري.
د ماشومانو د تعلیم نړۍواله مبارزه ملاله یوسفزۍ وايي، په نړۍ کې لا هم ماشومان له امن او زده کړو بې برخې دي او موږ ته پکار ده چې بیا بیا د هغوی د حقونو لپاره ږغ پورته کړو او غلي پاتې نشو. له وزیرستانه بې کوره شوو ماشومانو د تعلیم بندوبست کول پکار دی. په افغانستان کې جنګونه ګڼ ماشومان ځپلي دي، د هغوی د تعلیم او امن لپاره په نړۍواله کچه غږ پورته کوم. د جولايي دولسمه نېټه چې د ملالې کلیزه هم ده له پروسږ کال راهیسې ملګري ملتونه د ملالې ورځې په نامه لمانځي چې په نړۍ کې له تعلیمه بې برخې ماشومانو لپاره ځانګړې شوې ده.
د پښتو ژبې نومیالی ولسي سندرغاړی خان تحصیل وايي، ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او د ناروغۍ له کبله یې موسیقي هم پرېښې ده. له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت نوموړي وویل، له لسو میاشتو راهیسې په تور ژیړي اخته دی او په کوز دیر کې په یوه خیمه کې ژوند کوي. ده ګیله وکړه چې حکومتي چارواکي او نورې ادارې یې هېڅ پوښتنه نه کوي. په دې اړه د سراج ظهیر رپورټ اورو چې د خان تحصیل په سندره پیلېږي.
په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ پر روانو عملياتو نه يوازې په هېواد کې دننه بلکې د نړۍوالو هم نظردی خو له هغه ځايه چې کوم مالومات د رسنيو له لارې ورکول کيږي، هغه يوازې د پاکستان پوځ ورکوي. ازاده او خپلواکه مېډيا د مالوماتو ترلاسه کولو ته ډېر کم لاسرسی لري. پوښتنه داده چې په داسې حالاتو کې خلک او يا نړی کره مالومات څنګه ترلاسه کولی شي، په مالوماتو کې خنډ لا د وړاندې شته شکونه نور څومره زياتولی شي. دا او ورسره تړلې نوري پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې عبدالحي کاکړ له خپلو ميلمنو سره څېړلي دي. په پاکستان کې د بيان ازادۍ او دفاع يو غير حکومتي تنظيم «فريډم نيټ ورک» مشر اقبال خټک، له شمالي وزيرستا ن سره تعلق لرونکی خبريال احسان داوړ او خبريال او څېړونکی شوکت خټک د بحث ميلمانه دي.
د پاکستان پوځ د جنرال ضياوالحق په مشري کې د ۱۹۷۷م کال د جولايي پر پنځمه نېټه د پيپلز پارټی د بنسټ ايښودونکي او د دې هيواد د لومړي ځل لپاره د ټاکل شوي وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو حکومت نسکور کړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته