د فاټا سیکریټرېټ اوبه خور څانګه وايي، چې په خېبر ایجنسۍ کې د دریو وړو بندونو جوړولو تکل لري.دوی وایي، چې پر دغه بندونه به ۳۲ میلیونه روپۍ لګښت راځي، او خوا وشا سل اېکړه ځمکه به خړوبوي او له دې سره به ځایي خلک د دې جوګه شي چې په خپلو ځمکو سبزي،میوې او ګڼ نور کښتونه کولای شي. له خېبره د مشال ریډیو خبریال فرهاد شینواری راپور لري.
د ماشومانو د تعلیم نړۍواله مبارزه ملاله یوسفزۍ وايي، په نړۍ کې لا هم ماشومان له امن او زده کړو بې برخې دي او موږ ته پکار ده چې بیا بیا د هغوی د حقونو لپاره ږغ پورته کړو او غلي پاتې نشو. له وزیرستانه بې کوره شوو ماشومانو د تعلیم بندوبست کول پکار دی. په افغانستان کې جنګونه ګڼ ماشومان ځپلي دي، د هغوی د تعلیم او امن لپاره په نړۍواله کچه غږ پورته کوم. د جولايي دولسمه نېټه چې د ملالې کلیزه هم ده له پروسږ کال راهیسې ملګري ملتونه د ملالې ورځې په نامه لمانځي چې په نړۍ کې له تعلیمه بې برخې ماشومانو لپاره ځانګړې شوې ده.
د پښتو ژبې نومیالی ولسي سندرغاړی خان تحصیل وايي، ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او د ناروغۍ له کبله یې موسیقي هم پرېښې ده. له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت نوموړي وویل، له لسو میاشتو راهیسې په تور ژیړي اخته دی او په کوز دیر کې په یوه خیمه کې ژوند کوي. ده ګیله وکړه چې حکومتي چارواکي او نورې ادارې یې هېڅ پوښتنه نه کوي. په دې اړه د سراج ظهیر رپورټ اورو چې د خان تحصیل په سندره پیلېږي.
په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ پر روانو عملياتو نه يوازې په هېواد کې دننه بلکې د نړۍوالو هم نظردی خو له هغه ځايه چې کوم مالومات د رسنيو له لارې ورکول کيږي، هغه يوازې د پاکستان پوځ ورکوي. ازاده او خپلواکه مېډيا د مالوماتو ترلاسه کولو ته ډېر کم لاسرسی لري. پوښتنه داده چې په داسې حالاتو کې خلک او يا نړی کره مالومات څنګه ترلاسه کولی شي، په مالوماتو کې خنډ لا د وړاندې شته شکونه نور څومره زياتولی شي. دا او ورسره تړلې نوري پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې عبدالحي کاکړ له خپلو ميلمنو سره څېړلي دي. په پاکستان کې د بيان ازادۍ او دفاع يو غير حکومتي تنظيم «فريډم نيټ ورک» مشر اقبال خټک، له شمالي وزيرستا ن سره تعلق لرونکی خبريال احسان داوړ او خبريال او څېړونکی شوکت خټک د بحث ميلمانه دي.
د پاکستان پوځ د جنرال ضياوالحق په مشري کې د ۱۹۷۷م کال د جولايي پر پنځمه نېټه د پيپلز پارټی د بنسټ ايښودونکي او د دې هيواد د لومړي ځل لپاره د ټاکل شوي وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو حکومت نسکور کړ.
په خېبر ایجنسۍ کې خلک د بجلۍ نشتوالي له لاسه سر ټکوي. دوی وایي، چې باوړۍ «ټیوب ویلونه» یې بندې دي او د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. د ایجنسې په مرکزي روغتون کې یې هم اوبه ختمې شوې دي. د خېبر خلک له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی بجلۍ دې زغرده پرځای کړي چې د اوبو اړیتاوې یې پوره شي. له سیمې د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواری راپور لري.
په بنو کې د جمعې پر ورځ کمیشنر سيد محسن له پوځي چارواکو سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وويل، چې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستانیو پوځي عملیاتو «ضرب عضب» له وجې تر اوسه په بنو کې پنځه لاکه دوه اویا زره دوه سوو کسانو نوملیکنه شوې ده. له پېښوره د ځلاند يوسفزي راپور
د پاکستان قامي اسمبلی د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د چارشنبې پر ورځ د تحفظ پاکستان په نامه يو قانون منظور کړ. داچې د ترهګری ضد جګړې شدت په قبايلي سيمو کې ليدل شوی او هلته وار له مخه په دوه زره يوولسم کال کې د ولسي قانون پیاوړتیا زیاتولو اقدامات «ايکشنز ان ايډ آف سول پاور ريګوليشن» په نامه يو قانون عملي دی. نو اوس پوښتنه دا ده چې د نوي قانون له منظورېدو سره به د مخکیني قانون حيثيت څه وي؟ او په دې باب د قبايلي سيمو لپاره د پارليماني غړي او د قبایلي سیمو وکیلانو ټولنې «فاټا لاير فورم» غبرګون څه دئ؟ عبدالحي کاکړ په دې اړه رپورټ جوړ کړی دی.
د پاکستان قامي اسمبلی د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د چارشنبې پر ورځ د تحفظ پاکستان په نامه يو قانون منظور کړ.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه کړې چې په روانو پوځي عملیاتو کې دې شمالي وزیرستان له هر ډول وسله والو ډلو ټپلو پاک وګرځول شي. په خېبر پښتونخوا کې د ګوند صوبايي جنرل سیکرېټري ارباب مجیب الرحمن په پېښور پرېس کلب کې خبريالانو ته وویل، چې له عملیاتو وروسته د وزیرستان ولس خپلو سیمو ته ستنېږي نو پکار ده چې هلته د هېڅ یو یا بلې ډلې وسله وال موجود نه وي. نوموړي وویل، چې د وزیرستان کډوالو لپاره دې سم انتظامات وشي. او له هغوی سره د مرستو لپاره دې نړۍ ته غږ وکړل شي. د غلام غوث راپور
د خېبر ایجنسۍ باړې خلک شکایت کوي چې په پېښور کې ورسره پولیس ښه چلند نه کوي،او پر چېک پوسټونو یې بې ځایه تنګوي. دوی وایي چې یو خوا په باړه کې د پوځي عملیاتو او بد امنۍ له امله ځپل شوي دي او بل خوا ورته د باړې او پېښور ترمنځ په تګ راتګ کې د پولیسو له خوا ډېر مشکلات پیدا شوي دي. دوی وایي، چې د پېښور پولیس دې د دوی له تنګولو ډډه وکړي. د مشال ریډیو خبریال فرهاد شینواري یې راپور رالېږلی
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (کمېسیون) ویلي دي چې د تحفظ پاکستان قانون نه یوازې د بشري حقونو سرغړونو ته لار هواروي بلکې له دې سره به په هغه هېواد کې د بشري حقونو خلاف ورزۍ زیاتې شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته