د یو تریتم کړل شوي ځوان سردار داود خان ابابکي خور وايي، د ټولو تریتم کړل شویو بلوڅو کورنۍ په کورونو کې د اختر خوشالي لمانځلو پر ځای پر سړکونو احتجاج کوي.
له کویټې څخه د عوامي نیشنل ګوند تښتوول شوی سیاستوال او د کاسي ټبر مشر ارباب عبدالظاهر کاسي د تښتوونکو له منګولو څخه راخوشي کړل شوی دی.
د بلوچستان په سرښار، کوېټه کې پرون ( خالي ) ماښام يو ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي او تر پنځويشتو ډير زخميان شوي دي.
بلوچستان د پاکستان هغه صوبه ده چې په پراخه کچه قدرتي زېرمې لري. په دې زېرمو کې یو هم هغه قدرتي ګېس دی چې د نور څه تر څنګ د سونګ موادو په توګه کار ورڅخه اخیستل کېږي. خو د بلوچستان ځايي ولس او په خاصه توګه د پښتون مېشتو سیمو اوسېدونکي له دې څخه بې برخې دي.
ډاکتر مالک بلوڅ وویل، تر ډېره ځایه يې د صوبې په هره څانګه کې اداري فساد ختم کړی، او که څه نا څه شته نو د ده په خبره د تېرو حکومتونو په پرتله ډېر کم دی.
وفاقي دولتي وزیر وویل، د بلوچستان خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې دی به د پاکستان له وزیراعظم او د کورنيو چارو له مرکزي وزیر سره د دوی ستونزه وڅېړي. د نوموړي په خبره د خبریالانو سرژغورنه د مرکزي او صوبايي حکومتونو ذمه واري ده.
د بلوچستان خبریالانو اتحاديه وايي، د چارشنبې له ورځې به د دوي ملګري خبریالان د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې هم کډون نه کوي، او تر هغو به پر احتجاج وي چې د وژل شويو ملګرو قاتلان يې نیول شوي نه وي.
د کوټې پولیس چارواکي وایې تیره شپه د یوولسو بجو پرمهال په پنج فوټه چوک کې چاودنه شوې، چې پکې دیارلس کسان ژوبل شوي دي. پولیس زیاتوي، چاودنه په يوه سايکل کې د ځای پر ځای شويو
خبریال حبیب الرحمان تاثیر چې له کویټې ښار نه یې د المان غږ راډیو پښتو څانګې ته راپورونه جوړول ، وايي د مرګ ګواښونه ورته شوي چې له کبله یې نوموړی د پاکستان پریښودلو ته اړشوی او دده په وینا دامهال د افغانستان په غزني ولایت کې دی.
نن (شنبه) د سیاستوال ملک امان کاسي د جنازې مراسم د جمعې په مازيګر د کوټې په چشمه اچوزي کې وشول چې پکې برخه والو نوموړي ته په سپېڅلې مبارزه د عقیدت ګلونه وړاندي کړل. نوموړی دوه ورځې مخکې د اته شپيتوو کلونو په عمر کابل کې د زړه درېدو له وجې وفات شوی وو.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د شنبې په سهار د یو چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او شاوخوا څلرویشت ټپي شوي دي.
ښاغلی کاسی چې د خدايي خدمتګار خان عبدالغفار خان او خان شهيد له نيژدې ملګرو او لارويانو څخه وو، ټول ژوند يې د پښتنو، بلوڅو او نورو محکومو قامونو لپاره په مبارزه کې تېر کړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته