یو ځانمرګي بریدګر د مولانا فضل الرحمن له ګاډي سره نژدې خپلځان والوځولو. چې پکې هغه ته د سر زیان ونه رسېده خو د دغه ګوند د جلسې ګڼ برخوال ژوبل شول.
د بلوچستان مرکز کوټې امنيتي چارواکي وايي، د دغه ښار په هزارګنجي سیمه کې د جمعرات په سهار نامالومه وسله والو اته تنه وژلي او یو بل يې ژوبل کړی دی.
د پاکستان د سرحدي سیمو او ریاستونو (سیفران) وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله زېربنا یا انفراسټرکچر وران شوی دی او دا چې هلته باید هر څه له سره جوړ کړل شي.
د بلوچستان د کورنيو چارو د وزارت چارواکي وايي، ددې صوبې په بلوڅ مېشته حب سیمه کې نامعلومه وسله والو اته مزدوران وژليدي
میا افتخار حسېن وايي، په انتخاباتو کې تر ټولو زیاته ټګي او درغلي له عوامي نېشنل پارټۍ او خیبر پښتونخوا له ولس سره شوې
نن سبا چې د پښتنو سيمې ترهګرۍ او جګړو ځپلې دي، کاروباريان هم له دې څخه د ناوړه ګټې لپاره جعلي وسلې جوړوي او اوسني ماشومان اکثر په اخترونو کې توپنچې، توپک، ټانکونه او پټاخۍ اخلي او تر خپلمنځ جګړې پرې کوي.
د پاکستان بشري حقونو کميسون د واقعيتونو موندلو يوه ډله په دې وروستيو کې بلوچستان ته راغلې او د دې صوبې په مرکز کوټه او د ايران پولې ته نيژدې په تربت سيمه کې يې د بشر ضد اعمالو په اړه پلټنه کړې.
د یو تریتم کړل شوي ځوان سردار داود خان ابابکي خور وايي، د ټولو تریتم کړل شویو بلوڅو کورنۍ په کورونو کې د اختر خوشالي لمانځلو پر ځای پر سړکونو احتجاج کوي.
له کویټې څخه د عوامي نیشنل ګوند تښتوول شوی سیاستوال او د کاسي ټبر مشر ارباب عبدالظاهر کاسي د تښتوونکو له منګولو څخه راخوشي کړل شوی دی.
د بلوچستان په سرښار، کوېټه کې پرون ( خالي ) ماښام يو ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي او تر پنځويشتو ډير زخميان شوي دي.
بلوچستان د پاکستان هغه صوبه ده چې په پراخه کچه قدرتي زېرمې لري. په دې زېرمو کې یو هم هغه قدرتي ګېس دی چې د نور څه تر څنګ د سونګ موادو په توګه کار ورڅخه اخیستل کېږي. خو د بلوچستان ځايي ولس او په خاصه توګه د پښتون مېشتو سیمو اوسېدونکي له دې څخه بې برخې دي.
ډاکتر مالک بلوڅ وویل، تر ډېره ځایه يې د صوبې په هره څانګه کې اداري فساد ختم کړی، او که څه نا څه شته نو د ده په خبره د تېرو حکومتونو په پرتله ډېر کم دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته