د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان خبریالانو نهره نیولې


په کوټه کې خبریالانو پر نهره دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

په کوټه کې خبریالانو پر نهره دي

د بلوچستان خبریالانو اتحاديه وايي، د چارشنبې له ورځې به د دوي ملګري خبریالان د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې هم کډون نه کوي، او تر هغو به پر احتجاج وي چې د وژل شويو ملګرو قاتلان يې نیول شوي نه وي.

د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته خبریالانو بیا هم احتجاج پېل کړی او دا ځل يې د نه خوړلو علامتي احتجاج پېل کړی دی. د دغې صوبې خبریالان وايي، د وژل شويو ملګرو د وژنې يې مياشت پوره کېږي، خو حکومت يې په تور تر اوسه پورې هيڅ کوم شکمن کس هم نیولی نه دی.

د خبریالانو اتحاديه بلوچستان يونين اف جرنلسټس وايي، د چارشنبې له ورځې به د دوي ملګري خبریالان د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې هم کډون نه کوي، او دا احتجاج به يې تر هغو دوام ولري، چې په خبره یې د وژل شويو ملګرو قاتلان يې نیول شوي نه وي. شاه حسین ترین چې د لوږې هړتالي کېمپ کې په لومړۍ ورځ ناست وو، له مشال راډيو او وېبپاڼې سره يې په خبرو کې وویل، دا کېمپ به يې پنځه ورځې دوام لري، او تر هغه وروسته به بیا خپل احتجاج په بل شکل کې جاري ساتي. شاه حسین زیاتوي:

؛ زموږ ددې وژل شويو ملګرو قاتلين لا هم ازاد ګرځي. او هېڅ يو تن يې هم نیولی نه دی. نو ځکه موږ هم لا خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی. او نن مو د پنځو ورځو لپاره د لوږې هړتالي کېمپ لګولی دی. او چې دا پنځه ورځې پوره شي، بیا به په کوم بل شکل کې خپل احتجاج تر هغه جاري ساتو، تر کومه چې زموږ د وژل شويو ملګرو قاتلين نیول شوي نه وي؛.

احتجاج کوونکي خبریالان وايي، د وژل شويو خبریالانو د قاتليونو د نیولو په لړ کې د کوټې پولیسو او نورو امنيتي ادارو هیڅ پرمختګ کړی نه دی. او که چېري يې همداسې قاتلين ونه نیول شوو، نو د ټول پاکستان خبریالان به کوټې ته راغواړي، او همدلته به بیا ګډ احتجاج کوي. د کوټې د مطبوعاتي کلب مشر رضاء الرحمان وايي، تر هغه به هر جمهوري قدم اخلي او احتجاج به کوي، تر کومه چې قاتلين د قانون منګولو ته سپارل شوي نه وي.

؛ تردې وړاندې هم موږ احتجاجي لاريونونه را وايستل، او له جمهوري لارې مو خپل احتجاج وکړ. نن هم موږ دا بهوک هړتالي کمپ د پنځو ورځو لپاره نه يواځې دلته بلکې په ټولو صوبايي دارلحکومتو کې لګولی، او موږ به هر هغه جمهوري احتجاج کوو، له کوم څخه چې موږ ته تسلي وي؛.

د ویلو وړ ده چې د تېر اګست مياشتې په ۲۸مه نېته نامالومه وسله والو په کوټه کې د خبري آژانس ان لاين پر دفتر برید کړی وو، او په کې ناست د دوو خبریالانو په شمول درې تنه يې وژلي وو. چې تر هغه وروسته د کوټې په شمول په ټول پاکستان کې خبریالانو احتجاج پېل کړ. که څه هم د بلوچستان د صوبايي حکومت له خوا په بیا بیا د خبریالانو د اتحاديې مشرانو ته دا باور ورکړل شوی، چې قاتلين به خامخا نیول کېږي، خو د خبریالانو اتحاديه وايي، حکومت يواځې وعدې ورسره کړې، او په عمل کې يې هيڅ هم کړي نه دي.

XS
SM
MD
LG