د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریال حبیب الرحمان تاثیر او کورنۍ ته یې د مرګ ګواښونه شوي


خبریال حبیب الرحمان تاثیر
خبریال حبیب الرحمان تاثیر

خبریال حبیب الرحمان تاثیر چې له کویټې ښار نه یې د المان غږ راډیو پښتو څانګې ته راپورونه جوړول ، وايي د مرګ ګواښونه ورته شوي چې له کبله یې نوموړی د پاکستان پریښودلو ته اړشوی او دده په وینا دامهال د افغانستان په غزني ولایت کې دی.

تاثیر له غرني نه مشال راډیو ته په مرکه کې وویل چې نامالومه کسانو ورته د ټيلي فون له لارې د مرګ ګواښونه کړي دي. نوموړی وايي نامعلومه کسانو ورته د هغه د لور او زوی د وژلو ګواښونه هم کړي دي.

خبریال حبیب الرحمان تاثیر ته دمرګ ګواښونه په داسې حال کې شوي، چې تردې یوازې دوې اوونۍ وړاندې په کوټه کې پر يوه خبري آژانس برید شوی و، او د دوو خبریالانو په شمول درې تنه يې وژلي وو.

تاثیر وايي له درې جلا جلا شمېرو چې يو وار بلاک شمېره وه، دویم وار خپله دده شمېره او درېيم وار بیا له بلي شمېرې ورته نامالومه کسانو همدا د مرګ اخطار ورکړ.

(( په لومړي ځل ماته له نامعلومه (َUnlnown) يا بلاک شمېرې څخه زنګ ووهل شو. دوم وار بیا زما له خپلې شمېرې راته زنګ ووهل شو. او درېيم وار بیا عام د پاکستاني موبایل شمېره وه، چې په هغه يې راته دا اخطار راکړ. او داسې زما په اړه د کوټې د پریس کلب ځينو نورو خبریالانو ته هم ورته ټيلي فونونه شوي وو، چې دا کس متنازعه دی))

خبریال حبیب الرحمان تاثیر چې له تېرو اوو کلونو راهیسې يې په کوټه کې له بېل بېل خبري رسنيو سره کار کړی، له تېرو څلورو کلونو راهیسې له المان ږغ راډيو سره کار کاوه. له حبیب الرحمان تاثیر څخه مو وپوښتل، دوي کوم جرم کړی، چې ورته همداسې د مرګ ګواښونه وشوو. تاثیريې په ځواب کې وویل :

(( لکه څنګه چې تاسو ته مالومه ده چې په بلوچستان کې په تېره څه موده کې تر اته دېرش يا څلوېښتو پورې خبریالان وژل شوي دي. د هغوی هم هيڅ جرم نه و. او نه يې جرم کړی و. داسې ماته هم د خپل ځان کوم جرم نه ښکاري، خو دې کسانو راته ویل، چې ستاسو راډيو المان غږ او ستا راپورونو زموږ د کړنو پر ضد دي. ))

په بلوچستان کې د خبریالانو اتحاديه بلوچستان یونین اف جرنلسټس وايي، په تېره يوه لسیزه کې ددوی تر څلوېښتو پورې خبریالان وژل شوي، خو د يوه قاتل يې هم نیول شوی نه دی. دا اتحاديه زیاتوي، په همدې موده کې يو شمېر خبریالانو ته مرګ ګواښونه هم شوي، او اکثرو يې بیا په کوټه کې خبریالۍ ته مخه ښه ویلې، او د خپل ځان د ژغورلو لپاره يې دغه ښار د تل لپاره پرې ايښی.

XS
SM
MD
LG