د لاسرسي ځای

تازه خبر

کویټه : چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي ۲۵ ژوبل


فایل فوټو
فایل فوټو

د بلوچستان په سرښار، کوېټه کې پرون ( خالي ) ماښام يو ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي او تر پنځويشتو ډير زخميان شوي دي.

د چارواکو په خبره دا بريد په هزاره ټاون کې شوی. د دې سیمي یو اوسیدونکي محمد رضا د پيښي په اړه مشال راډیو ته وویل:

(( داد ګڼې ګوڼې او بیروبار نه ډکه سیمه ده، د امنیتي ادارو د ناکامۍ له امله دا چاودنه وشوه. مونږ ګڼو چې داد انتظامیې ناکامي ده چې ددې سیمې د امنیت د ساتلو لپاره یې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.))

د ایدهي مرستندويه ادارې چارواکو بيا مشال ريډيو ته ويلي چې په وژل شوو کې درې ښځې شاملې دي. لا تر اوسه د دي حملې زمه وارې چا نه ده اخيستي.

XS
SM
MD
LG