کوټه / خیبر ایجنسۍ: د بلوچستان په مرکز کوټه کې د شنبې په سهار د یو چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او شاوخوا څلرویشت ټپي شوي دي.
د کوټې د پولیسو چارواکو له پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې دا چاودنه د شنبې په سهار وختي د کوټې ښار پر سریاب سړک شوی دی.
په وژل شوو کې یو امنیتي عسکر او دوه عام کسان دي. د دې رپوټ تر خپرېدو چا د دې پېښې پړه نه وه منلې.
د کوټې د پولیسو يو مشرعبدالرزاق چيمه خبري رسنيو ته وویل چې د دې چاودنې هدف د ملېشه ځواک موټر وو.
بل پلو په خیبرایجنسۍ کې وسله والو د خاصه دار ځواک يو سرتیری او د هغه مېرمن په ډزو وژلي دي.
د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان د شنبې په سهار مشال راډیو ته وويل چې دا پېښه تیره شپه د باړې په قمبر آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ناصر خان په وینا ، د خاصه دار ځواک دا عسکر او د هغه مېرمن په خپل کور کې وژل شوي دي.
چا د دې پېښې زمه واري نه ده قبوله کړې.