د رپورټونو تر مخه دا کسان تر هغې وروسته نيول شوي چې پر پاکستان د طالبانو خلاف د ګامونو اخيستو فشار ډير شوی وو خو څيړونکي وايي چې د طالب مشرانو نيول د پاکستان د پاليسۍ د بدلون مانا نه لري.
د افغان طالبانو سرچینو د مشال راډیو افغان څانګې ته د نومونو نه ښودلو په شرط د هغه راپورونو پخلی کړی چې درې مشران یې په دا وروستیو کې په بلوچستان صوبه کې نیول شوي دي.
د تېرو نهو ورځو له نښتو پس د کندز ښار بېګا شپه له وسلهوالو طالبانو پاک کړل شو.
کندز ښار کې له تېرو نهو ورځو جګړو وروسته دغه ښار تېره شپه د وسلهوالو طالبانو له حضوره تصفیه ...
د حزب اسلامي استازي وایي، پر دوی د نړیوالو بندیزونو لیرېکولو حکومتي کمیسیون خپل کار پیل کړی دی.
ملګرو ملتونو په کندز کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د دې سازمان د بشري مرستو د ...
له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال وايي، هیله من دي چې په خپل وطن کې به کورونه ولري او اسانتیاوې به تر لاسه کړي. دوی د دوشنبې یا ګل پر ورځ په پېښور کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې له مرکزه د روانېدو پر وخت مشال راډیو ته وویل، دوی به خپل ((ګل وطن)) ابادوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
مدني فعالان وايي، د هلمند او کندز په جګړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله همدارنګه د دوی د شتمنیو سوځیدل د تحمل او زغم وړ نه دي.
په ننګرهار کې حکومتي چارواکي وايي چې د دویمې ناحیې اړوند د کابل اډې سیمه کې د پولیسو په رینجر موټر بمې چاودنه شوې.
د وزیرستاینو کډوالو مشران له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی د یو تن قومي مشر ملک محمدعمر خان د وژنې قضیه تعقیب کړي او د دا ډول هدفي وژنو د مخنیوي لپاره دې جدي تدابیر ونیسي.
د کندز د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د سختې جګړې له امله خلکو ته د روغتیايي خدماتو رسول ...
د برسلز نړیواله دوه ورځنۍ غونډه د چارشنبې په ورځ د ۷۵ هېوادونو او شاوخوا ۲۶ نړیوالو مؤسسو ...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته