که څه هم د سيمه ييزو چارو يو شمېر شنونکي دا ګڼي چې دا تړون افغان حکومت ته له سياسي پلوه ګټه رسولې خو ځینې بيا وايي چې پاکستان غواړي، د حکمتيار غوندې خلک هلته لاړ شي او د پاکستان مخالفه جذباتو پر کمولو سربېره د هند د نفوذ مخه ونيسي.
د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا او ملګرو هېوادونو یې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې هوکړهلیک له لاسلیک...
د میدان وردکو ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند د ملاخېلو په کلي کې د حاجي یوسف په نوم د حقاني شبکې د یو ګروپ د قوماندان په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د شمالي وزیرستان سوداګر وايي په میرام شاه او میرعلي کې یې په زرګونو دکانونه ړنګ شوي چې پکې په اربونو روپو سامامونه و خو حکومت ورته تر دې دمه هېڅ معاوضه ورنه کړه نو ځکه يې د سیاسي اتحاد په مرسته د ټول ګوندیزې غونډې رابللو اعلان وکړ چې حکومت ورته خپل حق ورکړي.
افغان ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د چارشنبې په ورځ د روغې جوړې او سولې پر تړون لاس لیک وکړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن پنجشنبه د سولې تړون لاسليک کړ.
کېدای شي، په اسلام اباد کې د نومبر مياشتې لوی سارک کنفرانس دا ځل و نه شي ځکه چې د رپورټونو له مخې د سيمې ډېر هېوادونو پکې د ګډون نه کولو خبره کوي.
د چارشنبې په ورځ په خوست کې د مجاهدینوشوراګانو او ځنو مدني ټولنو او سازمانونو په یو ګډه خبري ناسته کې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي تر منځ د سولې د وروستۍ موافقې ملاتړ وکړ.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي د چاپيریال له ککړتیا نه شکایت کوي، دوی د چاپيریال د ککړتیا د نورو عواملو څخه عمده لامل په ښار کې د ريکشو ډير والي ګڼي. بلخوا چارواکي هم مني چې په ښار کې د ريکشو ډير والي چاپيريال ککړ کړی دی.
د سې شنبې په ورځ په خوست ښار کې د حکیم تڼیوال جاده د خوست د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.
اروپايي ټولنې یو وار بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره د خپلو هڅو ډاډ ورکړ.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار به د روانې اوونۍ تر پایه د سولې موافقه لاسلیک کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته