د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: کندزیانو او هلمندیانو سره به هر ډول مرسته وکړو


د دوشنبې په ورځ د خوست مدني فعالانو، ځوانانو او حکومتي مسوولینو د کندز او هلمند د جګړو ټپیانو ته لس ګونه زره سي سي وینه ورکړه او د دې جګړې له قربانیانو او زیانمنو سره يې د هر راز مرستې او همکارۍ لپاره تیاری څرګند کړ.

دوی په یادو ولایتونو کې د جګړې په سختیدو خواشیني څرګنده کړه او د جګړې له دواړو غاړو يې وغوښتل، چې د خلکو د ژوند او مال خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

خوست والي حکم خان حبیبي د وینې د ورکولو پر مهال مشال راډیو ته وویل، چې د کندز او هلمند د خلکو دردونو او خپګانونو ټول افغانان په ځانګړي ډول خوستیان سخت دردولي دي.

نوموړي وویل، د وسلوالو مخالفینو لخوا کلیو، کورونو او ښارونو کې جګړې او په هغه کې د بې دفاع خلکو وژل، ټپیانول او د جګړې په لمبو کې د خلکو د مالونو او پانګو سوځول په هېڅ دین او ائین کې د منلو وړ نه دي.

حکم خان حبیبي زیاته کړه، د خوست د اوسیدونکو په غوښتنه يې د وینې د ورکولو او د مرستو د راټولو درې ورځنۍ کمپاین پیل کړی او په همدې خاطر سلګونو کسانو د وینې او مرستو د ورکولو لپاره رادانګلي دي.

خوست والي زیاته کړه:

(د خلکو په غوښتنه مو د وینې د ورکړې او مرستو د راټولو درې ورځنۍ کمپاین شروع کړ، تاسو ګورئ چې دلته او په پوهنتون کې سلګونه ځوانان او خلک د وینې ورکولو ته په لیکو کې ولاړ دي، په رښتیا چې د کندز او هلمند جګړو ملکي خلکو ته زیان رسولی او د ټولنیزو رسنیو له لارې د ماشومانو، تور سرو او د خلکو د ستونزو انځورونه دومره دردناک او خواشینونکي دي، چې د هر خوستوال احساس يې په جوش کې راوستی دی.)

مدني فعال سپین روان نورزی وايي، چې د هلمند او کندز په جګړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله همدارنګه د دوی د شتمنیو سوځیدل د تحمل او زغم وړ نه دي.

دی زیاتوي، کله چې دی د جګړې زیانونه او نور مصیبتونه د ټولیزو او ټولنیزو رسنیو له لارې ویني، بې قراره کیږي او سخت دردیږي.

(د یو نوي پیدا شوي وژل شوي ماشوم، د یوې وژل شوې مور تر خوا د ماشوم خوب، د ښار په لختیو کې د ملکي وګړو مړي چې ګورم بیخي تحمل له لاسه ورکوم، زه د وینې ورکولو لپاره راغلی یم، نور سلګونه ځوانان هم تیار دي، زه دې ته هم تیار یم چې د ځان جامې او د پښو بوټونه د دردمنو خلکو ته وسپارم.)

د خوست یو تن دیني عالم مولوي محمدداود وقفي د بل وطنوال او مسلمان سره مرسته او د هغې سره خواوږي او همدردي د اسلام د مهمو اصلونو څخه بولي.

دی وايي مسلمان په بل مسلمان دا دیني حق لري، چې په هره برخه کې له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړي او د بل مسلمان درد او غم ته بې توپیره پاتې نشي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رييس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي منګل وايي، د خلکو لیوالتیا دومره ده، چې په لسګونو زره نوره وینه به هم په راتلونکو دوو ورځو کې راټوله شي.

دی وايي په کابل کې د کندز او هلمند د جګړو ټپیانو ته د وینې د ساتلو لپاره ترتیبات نیول شوي، چې له خوست څخه د وینې په بانک کې راټوله شوې وینه به هم په خوندي توګه کابل ته ولیږدول شي.

XS
SM
MD
LG