د خوست قومي مشران، د بېلابېلو ټولنیزو بنسټونو غړي او روڼ اندي په هېواد کې شته سیاسي او ټولنیزې ناخوالې د خلکو تر منځ د بې اتفاقیو او د سیمې د هېوادونو د استخباراتي کړیو د مداخلو له کبله بولي.
ولسمشر غني له برخه والو غوښتنه وکړه چې د افغان ښځو جوړو شوو توليداتو ته دې په اروپايي بازار کې ځای ورکړي ځکه د نوموړي په خبره خيرات غربت له منځه نشي وړلای خو بازار ته لاسرسی غربت له منځه وړلای شي.
د افغانستان دفاع وزارت وایې په کندز کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندز والي ویاند سید محمود دانش وايي، عملیات ځکه ورو دي چې وسله وال د خلکو له کورونو پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.
د ارزګان سمیه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت شپږ ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو تر محاصرې لاندې راغلي...
د تيرې جمعې په ورځ په کابل کې د استاد رباني د پينځم تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي توهین وشو چې په شمير ولایتونو کې يې پر وړاندې غبرګونه وښودل شول.
افغان سندرغاړی عزت ګل وايي که څه هم پېښور پرېښودل ورته ستونزمن دي، خو په خبره يې، ښه ده چې خپل هېواد ته ستون شي او د ابادۍ او سوکالۍ په چارو کې يې برخه واخلي.
د کندز د ولایتي شورا غړي وايي چې د کندز ښار د مرکزي چوک په ګډون مهمې سیمې وسلهوالو طالبانو نیولې دي.
د جاپان د پي ايم ايس موسسې په مرسته د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند د میرانو کلي سربند او استنادي دېوال د دوشنبې په ورځ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د وسلوالو طالبانو د ځپلو په هدف د دغه ولایت په کابل بندر او سې درک سیمو کې هوايي حملې پیل کړي دي.
که څه هم سږ کال په لوګر کې د نورو کرنیزو محصولاتو تر څنګ د پیازو حاصلاتو ښه نتیجه ورکړې ده، خو کروندګر بیا شکایت لري، چې د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار نه لري او بيې دومره ټيټې دي، چې په کروندو شوی لګښت هم نه پوره کوي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د یکشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې له خپلې دندې استفا ورکړه. نوموړي د خپلې استفا لاملونه د خپلو شخصو ستونزو تر څنګ د خلکو ستونزو ته په تمامه مانا نه لاسرسی وبلل.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته