په خوست کې وزیرستاني او خوستیو قومي مشرانو او دیني عالمانو په یاده سیمه کې د شته ستونزو او مشکلاتو د حل له پاره یوه ګډه جرګګۍ جوړه کړه.
خواجه بغرا د کابل ښار هغه برخه ده چې پکې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره او د بهرنیو ځواکونو یوه اډه پرته ده.
د ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، پاکستان له مرورې ولسوالۍ تر دانګامه د ۱۰ کیلومېټره په اوږدو کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د شمالي وزیرستان په عملیاتو کي یواځې پاکستاني طالبان په نښه کېږي او د پاکستان پوځ په دې اړه د افغان حکومت قناعت نه دی حاصل کړی.
دانش زیاته کړه، چی د ملی یووالي په حکومت کې به د کابینې غړي او نور بنسټونه له ګټونکي او بایلونکي ټیم سره په ګډه تصمیم نیسي.
د یوناما ویاندې نیلاب مبارز د یکشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، نه یوازې ملګري ملتونه بلکې د افغانستان ولس سترګې په لار دی چې د رایو پلټنیز بهیر ژر تر ژره پای ته ورسي او نتیجې اعلان کړل شي.
په خوست کې لا هم خلک د بشري حقونو په مسایلو سم نه پوهیږي او فکر کوي د د بشري حقونو د بحث څخه موخه یوازې د ښځو د حقونو تامین او د ښځو له پاره د کار او زده کړو د ښو شرایطو برابرول دي او نارینه د بشري حقونو د مسلې سره کوم تړاو
ټاکل شوې چې یو سل شپیته نړیوال څارونکي د افغانستان د انتخاباتو د دوهم دور د ټولو رایو د شمیرنې او تفتیش د روان عمل د څارنې لپاره کابل ته ولاړ شي.
'په پښتون اباد کې له تېر یوه کال راهیسې د هدفي وژنو لړۍ روانه ده چې د ده په خبره تر اوسه پکې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي دي.'
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې نن د جمعې به ورځ سهار وختي د موسی خېلو د سور کلي په سیمه کې د ملي اردو پر یوه امنیتي پوسته برید شوی، چې په کې ۱۴ وسلوال وژل شوي دي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د وروستۍ تروریستي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ لپاره نن (جمعه) دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته