د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست : یوشمیر خلک انګیري چې بشري حقونه یوازې میرمنو ته ځانګړي شوي


خوست کې د بشري حقونو په اړوند یوه غونډه
خوست کې د بشري حقونو په اړوند یوه غونډه

په خوست کې لا هم خلک د بشري حقونو په مسایلو سم نه پوهیږي او فکر کوي د د بشري حقونو د بحث څخه موخه یوازې د ښځو د حقونو تامین او د ښځو له پاره د کار او زده کړو د ښو شرایطو برابرول دي او نارینه د بشري حقونو د مسلې سره کوم تړاو نه لري.

مدني فعال ولي مت خان خادم وايي، دى فکر کوي بشري حقونو څخه مراد يوازې د ښځو حقونه دي، ځکه د ده په خبره مدام په افغانستان کې د بشري حقونو له نوم سره جوخت د ښځو نوم ياد شوی، کنه دلته د ماشومانو د یوې سترې برخې حقونه هم پایمالیږي، کار حق دی، ولې ناینه وو ته يې هم فرصتونه ډېر محدود دي:

((کله چې موږ په خپله ټولنه کې د بشري حقونو غږ اورو، نو فکر کوو چې دا یوازې د نارینه وو د پاره دي، دا چې دلته دا فکر په پراخه پیمانه خپور شوی لامل دا دی، چې په دې برخه کې زیاتره د پوهاوي برنامې د ښځو له پاره جوړیږي، کنه دلته دماشومانو د یوې سترې برخې حقونه هم تر پښو لاندې کیږي، کار حق دی ولې د ټولنې یو ستر قشر کار نه شي پیدا کولای.))

د اجمل په نوم یو تن خوستی ځوان وايي، د بشري حقونو د پراخ مفهوم په اړه د ډیری خلکو ناسم تعبیر یو لامل دا دی، چې ښځو باندې ځنې کلتوري محدودیتونه شته، چې هغوی يې د خپلو رواء حقونو بې برخې کړي، نو د ښځو مظلومیت ته په کتو خلک داسې فکر کوي، چې بشري حقونه د ښځو د حقونو په تړاو بحث لري.

بل لوري ته یو شمېر لوستي ځوانان بیا د بشري حقونو مسله په یوه نسبتاً پراخ چوکاټ کې ویني او وايي:

((زما نوم عبدالله د خوست ښار اوسیدونکی، زما په نظر د بشر حقونه د یو انسان له پاره هغه دي، چې د یو ځانګړي قانون په چوکاټ کې ځای شوي دي، یوه ټولنه کې چې څوک اوسیږي، هغوی ته د یاد قانون په رڼا کې د دوی فردي او ټولنیز حقوق ورسیږي.))

د حقوقو د پوهنځي استاد ميرولي جان لکڼوال وايي، چې په دې ځای کې ځکه ډیری لوستي او نا لوستي کسان بشري حقونو ته د شک په سترګه ګوري، چې لوستو کسانو هم په خپل کورني چاپیریال کې اصلاً د ښځو حقونه له پامه غورځولي دي:

((د هېواد په کچه ټول لوستي او نالوستي کسان د بشري حقونو اصطلاح ته د شک په نظر ګوري، ځکه دې حقونو ته په هغه سترګه نه ګوري، لکه څرنګه يې چې مفهوم دی، بې سواده نه ګیله نشته ولې لوستو کسانو هم دا حقونه تر پښو لاندې کړي او خپلې ګټې يې په کې لټولي دي.))

په همدې حال کې د سويل ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مني، چې خلک تر ډېره د بشري حقونو د مسایلو سره پوره بلد نه دي، خو وايي د عامه پوهاوي په برخه کې ډېر کار شوی او پایله يې داده، چې د یاد زون په دریو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست کې په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د تامین په برخه کې ۲۵ سلنه ښه والۍ راغلی دی.

XS
SM
MD
LG