د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت لوړو څوکیو وېشلو په اړه پرېکړې نه دي شوې، دانش

کابل - ولسمشری ته د کاندید اشرف غني احمدزي، دویم مرستیال محمد سرور دانش هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د دواړو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د حکومت د لوړو څوکیو د وېشلو په اړه پرېکړې شوي دي.

دانش دغه څرګندونې له مشال راډیو سره په یو ځانګړې مرکه کې وکړې.

((اصلاً تر اوسه داسې څه نه دي شوي او دا هغه څه دي چې د خبرو اترو په جریان کې مطرح شوي، او موږ په دې باور یو چې د ملي یو والي په حکومت کې د تصمیمونو نیول، په ځانګړي ډول، د کابینې په ټاکلو کې باید په مشترک ډول تصمیم ونیول شي.))

دانش زیاته کړه، چی د ملی یووالي په حکومت کې به د کابینې غړي او نور بنسټونه له ګټونکي او بایلونکي ټیم سره په ګډه تصمیم نیسي.

راپورونه وایي، د حکومت د کلیدي څوکیو پر سر د دواړه کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ خبرې او ځینې پریکړې شوې دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG