د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له کونړ سره د ډېورنډ پر کرښې امنیتي پوستې جوړې کړې دي


په افغانستان کې د کونړ چارواکي وايي، پاکستانیو ځواکونو د ډېورنډ پر کرښه پر صفري نقطې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

د ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، پاکستان له مرورې ولسوالۍ تر دانګامه د ۱۰ کیلومېټره په اوږدو کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

دی وايي، پاکستانیو ځواکونو اغزن تارونه هم غځولي دي.

افغان چارواکي وايي، پاکستان د امنیتي پوستو جوړولو او اغزن تارونو د غځولو په اړه له دوی هېڅ پوښتنه نه ده کړې.

پاکستانیو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم پاکستانیو ځواکونو د ډېورنډ له صفري نقطې ها خوا د افغانستان پر خاوره پوستې جوړې کړې وې چې له کبله یې د دواړو هېوادونو د امنیتي سرتېرو تر منځ نښتې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG