د ځوانانو چارو امريت مرستیال عبدالرحمن نيوکه لرله چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تعليم لپاره د پام وړ کارونه نه دي تر سره کړي.
د پاکستاني وزیراعظم، نوازشريف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز نن کابل کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمدزي سره وکتل او دواړو مشرانو د کابل او اسلام اباد په اړیکو او همکارۍ خبرې وکړې.
د ننګرهار صنعتکارو د افغاني مصنوعاتو د ودې او پراختيا لپاره په يوه ورځیني کنفرانس کې يوه طرحه وړاندې کړه چې د صنعتکارو په وړاندې پرتې ستونزې او حل لارې په کې په ګوته شوې وې.
افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی وايي،حکومت یې له ترکیې څخه غوښتي چې افغان ځواکونه ته وسلې ورکړي . اشرف غني احمدزي پرون وویل چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوګان سره یې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن (شنبه) کابل ته رسېدلی دی.
ټاکل شوی چې د پاکستاني وزيرعظم د بهرنيو چارو سلار کار سرتاج عزيز د یکشنبې په ورځ افغانستان ته په رسمي سفر ولاړ شي.
د افغانستان د کریکټ بورډ چارواکي وايي، چې په راتلونکې کې به د کابل او ننګرهار په شان په خوست کې هم د کریکټ د لوبغاړو ترمنځ ولایتي سیالۍ او حتا په سیمه ییزه او نړیواله کچه لوبې ترسره شي.
د خوست یو شمېر ښوونکي وايي، چې دوی د استوګنې له پاره د کورونو ځای نه لري، معاشونه يې په ښار کې د ورځني نرخونو په پرتله لږ دي،
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر چارشنبه د افغانستان له نوي ولسمشر اشرف غني سره ټېلیفون وکړ چې پکې دواړو مشرانو د یو بل پرمختیايي لیدلوری وستایلی.
د افغانستان ملي امنیت وايي د حقاني شبکې دوه لوړپوړي چارواکي یې نیولي دي.
په افغانستان کې د اداري فساد د څار او د دې ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي، د افغانستان نوی حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ((قوي اراده)) لري.
د چارشنبې په شپه د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ورزې په للمۍ سيمه کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په یو کور پوځي عملیات شوي، چې په کې درې تنه ځانمرګي بریدګر وژل شوي، خو په یاد کور کې د موټر بم د چاودنې له کبله د افغان پوځ اته تنه سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته