د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز : د افغانستان د نوي حکومت ملاتړ کوو


افغان ولسمشر د سرتاج عزیز سره د لیدلو پرمهال
افغان ولسمشر د سرتاج عزیز سره د لیدلو پرمهال

د پاکستاني وزیراعظم، نوازشريف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز نن کابل کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمدزي سره وکتل او دواړو مشرانو د کابل او اسلام اباد په اړیکو او همکارۍ خبرې وکړې.


دافغانستان له صدارتۍ ماڼۍ ( ارګ ) څخه په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې سر تاج عزیز ددې لیدنې پرمهال د سیاسي واک د لېږد او په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو له امله افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ته مبارکي وویله او هغه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو نوی فرصت وبللو.

سرتاج عزیز د افغانستان له نوي حکومت څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ او د پاکستان د وزیر اعظم نوازشریف نیکې هیلې او بلنلیک یې ولسمشر احمدزي ته وسپارلو ترڅو په یو نیږدې او مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.


د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په دې موقع وویل چې د سولې او ثبات ټینګښت د دوی په لومړیتوب کې دی او دوی به هیڅکله هم اجازه ور نه کړي چې افغانستان د تروریستانو په پټنځایونو بدل شي او په دې اړه به له هیڅ ډول جدي اقدام څخه ډډه ونه کړي.

دافغانستان ولسمشر په دې خبره ټینګار وکړ چې د سولې په اړه یوازې په خبرو باید اکتفا ونه شي، اوس د سولې د ټینګښت لپاره د عمل وخت را رسېدلی دی . ده همدا راز وویل چې پاکستان او افغانستان باید پر یو بل باندې د تورونو له لګولو څخه ډډه وکړي او پخپلوکې د باور فضا رامنځته کړي.

دپاکستان د وزیر اعظم نوازشریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د اتوار په ورځ په یو ورځني سفر کابل ته تللی.

XS
SM
MD
LG