د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز: هیله لرم چې د پاکستان او افغانستان اړیکې به ښې شي


په بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز
په بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز

ټاکل شوی چې د پاکستاني وزيرعظم د بهرنيو چارو سلار کار سرتاج عزيز د یکشنبې په ورځ افغانستان ته په رسمي سفر ولاړ شي.

ریاض موساخېل

اسلام باد: ټاکل شوی چې د پاکستاني وزيرعظم د بهرنيو چارو سلار کار سرتاج عزيز د یکشنبې په ورځ افغانستان ته په رسمي سفر ولاړ شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر خپله ويب پاڼه خبر ورکړی دی چې د سرتاج عزيز د سفر موخه د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته د پاکستاني وزيراعظم نواز شریف لخوا د دې لپاره رسمي بلنه ورکول دي چې پاکستان ته په سفر ورشي.

سرتاج عزيز به د افغانستان د قامي سلامتيا له مشير سره په دواړخيزه اړيکو او سيمه ايزو مسلو هم خبرې وکړي.

نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ، دی هیله من دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به په اړیکو کې ښه والی رامنځ ته شي.

ياده دې وي چې د نوي افغان اولسمشر او اجرايوي ريس د لوړې پورته کولو په مراسمو کې د پاکستان اولسمشر ممنون حسېن هم ګډون کړی وو.

پاکستاني وزيرعظم نواز شريف هم له يادو دواړو مشرانو سره په ټليفوني خبرو کې ويلي وو چې ملک يې له افغانستان سره ګټورې او ښې اوږدمهاله اړيکې غواړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG