د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د صنعت د پراختيا لپاره نوې طرحه وړاندې شوه


جلال اباد کې د صنعت کارانو غونډه
جلال اباد کې د صنعت کارانو غونډه


د ننګرهار صنعتکارو د افغاني مصنوعاتو د ودې او پراختيا لپاره په يوه ورځیني کنفرانس کې يوه طرحه وړاندې کړه چې د صنعتکارو په وړاندې پرتې ستونزې او حل لارې په کې په ګوته شوې وې. دا طرحه به د ولسمشرۍ مقام ته وړاندې کوي او د عملي کولو غوښتنه به ترینه کوي.


د افغاني مصنوعاتو د ودې او پراختيا دغه يو ورځنی کانفرانس چې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې کې د شنبې په ورځ تر سره شو، په يو شمير دولتي چارواکو سربيره په کې د ننګرهار ګڼ شمير صنعتکارو ګډون کړی و.


په دې کنفرانس کې د صنعتکارو له خوا يوه طرحه وړاندې شوه چې د صنتګارو په وړاندې پرتې ستونزې او حل لارې په کې ښودل شوې وې.


د ننګرهار د صنعتکارو ټولنې مرستيال اینجينر محمد قاسم یوسفي وايي چې دا طرحه به د ولسمشر مقام ته رسوي او د عملي کولو غوښتنه به ترېنه کوي.


« د افغانستان د صنايعو د انکشاف لپاره دغه طرحه د ننګرهار صنعتکارانو جوړه کړې ده. او د دې طرحې لپاره د ټول افغانستان صنعتکاران راغوښتل شوي وو. د دې کانفرانس هدف دا دی چې کومې ستونزې او کوم خنډونه چې د صنعت په وړاندې موجود دي، او ځنګه وکولای شوو چې دا خنډونه بايد ليرې شي. دا هر څه په دې طرحه کې لیکل شوي غواړو چې د ریاست جمهوري مقام ته يې وړاندې کړو او په دې بايد عمل وشي.»

يو تن صنتکار دلاور فیضان وايي چې د دوی د کار په وړاندې د جوازونو نوي کول لوی خنډ واقع شوی، په کار ده چې د جوازونو د نوي کولو لپاره حکومت درې کلونه وخت ورکړي.


« موږه هر کله خپل ليسنس نوی کوو، په افغانستان کې ډيرې سيمې سړې دي، دلته نو څلور میاشتې ژمی وخوري، څلور مياشتې لیسنس نوی کول وخوري، دوه میاشتې د کار پاتې شي. اول پيشنهاد دا دی زما ولسمشر ډاکټر صیب اشرف غني ته چې دا باید حداقل درې کلونو کې نوی شي.»

د صنتکارو د ستونزو په وړاندې د سوداګرۍ او صنايعو وزرات د اسناد او ارتباطو ريس او ویاند مسافر قوقندي، وايي: دوی ته ولسمشر هدایت کړی چې د صنتعکارو ستونزې واوري او حل لارې ورته ولټوي.


« اوس مهمه دا ده چې موږ ته ولسمشر ډاکټر صیب اشرف غني دستور راکړی چې د هر بخش ( برخې) ستونزو ته غوږ شئ او د هغوی د ستونزو لپاره د سوادګرۍ او صنایعو وزرات او نور نهادونه چې د صنعت په برخه کې کار کوي، هغوی ټول باید يو ځای شي او د حل لاره ورته پيدا کړي. تر څو پورې چې زموږ زموږ صنعت وده ونه وکړي، زموږ اقتصاد به وده ونه وکړي.»

د ننګرهار صنتعکار وايي، کومې ادارې چې صنعتکارو ته خدمات وړاندي کوي د هغوی تر منځ نه همغږي، د موازي اداراتو شتون، د ځمکې د توزیع او د بريښنا ستونزې، د بهرنيو ماهرينو په راوستو کې ستونزې، د مالیاتو د قانون په برخه کې ستونزې، په ګمرکاتو کې د تعرفې ستونزې او د امنيت نیشتوالي د ننګرهار د صنعتکارو په وړاندې لويې ننګونې دي، چې په دې طرحه کې ځای شوي او حل لارې يې په ګوته شوي دي.

XS
SM
MD
LG