د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هند به پر هر ګام د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي"


د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر چارشنبه د افغانستان له نوي ولسمشر اشرف غني سره ټېلیفون وکړ چې پکې دواړو مشرانو د یو بل پرمختیايي لیدلوری وستایلی.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر چارشنبه د افغانستان له نوي ولسمشر اشرف غني سره ټېلیفون وکړ چې پکې دواړو مشرانو د یو بل پرمختیايي لیدلوری وستایلی او یو بل ته یې په څرګندونو کې داسې څرک ورکړ چې د امنیت او اقتصاد په باب خبرې اترې به زغرده پیلوي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، مودي و غني ته وویل، چې هند به د یو ملګري او انډیوال په توګه د ده له حکومت سره په هر ګام کې ترڅنګ ولاړ وي چې د یوه غښتلي، پایښتلرونکي، سوله ییز، ډیموکراټیک، متحد او سوکاله هېواد د جوړولو لپاره یې پورته کوي.

د هند لومړي وزیر د اشرف غني رهبري، پوهه او په افغانستان کې يووالي، سولې او پرمختګ ته د ده ژمنتيا وستايله چې له کبله يې په افغانستان کې په سوله ييز ډول سياسي واک ولېږدول شو او پراخ بنسټه حکومت جوړ شو.

ده د افغانستان تجربه د هند او سيمه ییزو هېوادونو لپاره ګټوره وبلله.
د هند لومړي وزیر د افغانستان سياسي مشران او خلک په ولسواکۍ باندې د باور او پر تشدد او ترهګرۍ د لاسبري په خاطر وستايل.

نرېندرا مودي ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمدزي تخصص او نړيواله تجربه او هغه معلومات چې د افغانستان د هرې ولسوالۍ او سيمې په اړه لري د هغې پياوړې اجنډا په پليکولو «تطبيق» کې به له ده سره مرسته وکړي چې د افغانستان د پرمختګ او اصلاحاتو لپاره يې په پام کې لري.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي هم په خپل وار هند د افغانستان د ديپلوماسۍ او اقتصادي ستراتيژۍ بنسټ وباله او د دوو هيوادونو د ملي امنيت او اقتصادي سلاکارانو په شمول يې د دوو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د زغرده «فوري» خبرواترو پيلولو وړانديز وکړ.


د افغانستان ولسمشر هند ته د ورتګ لپاره لومړي وزیر نرېندرا مودي بلنه ومنله.

XS
SM
MD
LG