ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د پاکستان مشهور ټوکمار، د ټېلېویژن او سټېج اداکار عمر شریف د اکتوبر پر شپږمه په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو. عمر شريف د اکتوبر پر دويمه په جرمني کې ومړ. ۶۶ کلن عمر شريف په جنوبي اسیا کې د ټوکو ټکالو لپاره مشهور وو.
د اکتوبر پر ۱۷مه په دوبۍ او مسقط کې د کرکټ شل اوريريزه سيالۍ پیلېږي. د کرکټ نړيوال کپ کې افغانستان لوبډله برخه اخلي او بري هيلې لري. د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په داسي حال کې په نړيواله جام کې برخه اخلي چې وسله وال طالبان د اګست مياشت نیمايي کې پر ټول افغانستان واکمن شول. رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، د کابل لسګونه اوسېدونکو له هېواده د وتلو هڅې پیل کړې دي. دوی وايي، په افغانستان کې بېروزګاري او بې وزلي په زیاتېدو ده نو ځکه لومړی د هېواد سرحدي ښارونو او بیا ګاونډیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی
که چېرې دا مسوده د بهرنیو اړیکو کمېټه تایید او بیا د کانګرس لهخوا تصویب شي، پر داسې یو قانون به بدله شي چې طالبان او ملاتړي به یې له سختو بندیزونو سره مخامخ کړي.
د هسپانیې په کاناریا ټاپوګانو کې اورشیندونکی غر لاوا وروي چې له وجې یې د سیمې فضا له لوګیو او ګردونو ډکه ده. چارواکو له لا پالما ټاپووزمه څخه د خلکو ایستلو بهیر ته دوام ورکړی او د سیمې هوايي ډګر د سېپټېمبر له ۲۴مې راهیسې تړلی دی. نور د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.
په کابل کې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د جوډو یا یو ډول پهلوانۍ سیالۍ شوې دي. دا د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې لومړۍ سیالۍ وې چې افغانانو جوړې کړې وې. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.
وزيراعظم عمران خان په خپله وينا کې د افغانستان پر صورتحال، د هند تر انتظام لاندې کشمېر، اسلاموفوبيا، اقليمي بدلون، د بدعنوانۍ اثرات او د کورونا وايرس جهاني وبا په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
د سرکاري کالجونو د ښوونکو سازمان مشر جمشيد خان وايي، صوبايي حکومت ورسره ليکلې معاهده کړې چې سرکاري کالجونه به نه شخصي کوي.
په قامي اسمبلي کې د خیبر استازی او د واکمن تحريک انصاف ګوند سیاستوال اقبال اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې پر دې موضوع یې څو څو ځلې له امنيتي ادارو سره ناستې کړې دي خو د هر کس قضیه جلا، جلا اړخونه لري
دې استازو دا څرګندونې له هغه وروسته له مشال راډيو سره د مرکو پر مهال وکړې چې د سېپټمبر پر ۱۰مه نېټه يې په اسمبلي کې پر دې موضوع تاوده بحثونه او احتجاج وکړ.
د سېپټېمبر پر نهمه د کابل له حامد کرزي نړيوال هوايي ډګره د قطر په يوه چارټرډ شوې الوتکه کې شاوخوا ۲۰۰ مساپر دوحې ته رسېدلي دي. له افغانستانه د اګست پر ۳۰مه د امريکايي پوځيانو تر وتلو وروسته دا له کابله د مساپرو د لېږد لومړی پرواز و. سپينې ماڼۍ دغه پرواز د طالبانو له لورې لومړی مثبت ګام بللی دی. په د
د پاکستان نومیالی خبریال رحیم الله یوسفزی د ۶۷ کلونو په عمر کې ومړ. د نوموړي کورنۍ مشال راډیو ته وویل چې یوسفزی د سېپټېمبر پر نهمه د ورپېښې ناروغۍ له وجې مړ شو. د یوسفزي جنازه د سېپټېمبر پر ۱۰مه کېږي. نوموړی په پېښور کې د انګريزې ژبې ورځپاڼې دي نيوز مدير وو. ځانګړی رپورټ.
د کابل هوايي ډګر ته د اګست پر ۱۹مه هم زرګونه کسان ورغلي ول چې له افغانستانه ووځي. طالبانو هوايي ډګر ته پر ورتلونکو لارو پوستې جوړې کړې دي. ډېری افغانان د اسنادو لرلو باوجود د هوايي ډګر بهر انتظار کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
سیاسي شننونکي وايي چې اسلام اباد جهاني قدرتونو ته انتظار کوي چې هغوی د راتلونکې افغان حکومت په اړه څه پرېکړه کوی.
په سعودي عرب کې هر کال د خورما مېله جوړېږي چې ورته زرګونه خلک ورځي. تېر کال د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د خورما برامدات کم شول خو چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به یې برامد تر ۲۰،۰۰۰ ټنه زیات وي. مېلې ته ورغلي خلک د طلايي-نسواري رنګ خورما تر ټولو زیاته خوښوي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې تر هغو چې افغان ولسمشر اشرف غني واکمن وي، طالبان یې له حکومت سره خبرې نه کوي. نوموړي د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان پر طالبانو د سولې د جدي خبرو ټینګار کړی خو هغوی د ولسمشر غني له حکومت سره له مذاکراتو انکاري دي.
د اګست له شپږمې راهیسې چې طالبانو د سپین بولدک لاره تړلې، ګڼ افغانان په چمن کې بند پاتې دي. افغانان وايي، د لارې بندېدو له کړاو سره مخامخ کړي. طالبانو د اګست پر پینځمه په یوه بیان کې وویل چې تر هغو چې اسلام اباد د تګ راتګ لپاره د ویزې شرط ختم کړی نه وي، لاره نه پرانیزي.
نوموړی وايي، د کورونا وایرس د واکسینو د ورکولو لپاره یې ګرځنده ټیمونه جوړ کړي چې لرې پرتو سیمو ته ورځي او همدا رنګه د قبایلي ضلعو خلکو ته هم د واکسینو د ورکولو انتظامات یې کړي دي.
د ترکيې چارواکي وايي، په دې وروستيو کې د ايران له لارې د کډوالو داخليدل زيات شوي دي. په دې کې د افغان کډوالو شمېر د اندښنې وړ بلل شوي. ترکيې په لوېديځ صوبې وان کې د ۴۰ میله اوږده دېوال د جوړولو کار پیل کړی دی. ويډيو: رويټرز خبري اژانس
نور وښیئ