د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د کورونا واکسین نور مرکزونه پرانېستل کېږي


اوس مهال په خیبر پښتونخوا کې د کورونا واکسینو ۸۵۰ مرکزونه فعال دي.
اوس مهال په خیبر پښتونخوا کې د کورونا واکسینو ۸۵۰ مرکزونه فعال دي.

د خیبر پښتونخوا روغتيا څانګه وايي، په سېپټمبر میاشت کې، د کورونا وایرس د واکسینو نور مرکزونه هم پرانېزي. اوس مهال په یاده صوبه کې د کورونا واکسینو ۸۵۰ مرکزونه فعال دي.

د خیبر پښتونخوا د روغتيا څانګې یو چارواکی ډاکټر اکرام وايي، د کورونا وایرس د واکسینو ورکولو لپاره یې ګرځنده ټیمونه جوړ کړي چې لرې پرتو سیمو ته ورځي او همدا رنګه يې د قبایلي ضلعو خلکو ته هم د واکسینو ورکولو انتظامات کړي دي.

نوموړي د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، تر اوسه په یاده صوبه کې تر ۴۷ لکه زیات کسان د کورونا پر وړاندې واکسین شوي دي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس د څار او کنټرول قامي ادارې د معلوماتو له مخې د اګست تر پينځمې نېټې پورې په ټول ملک کې تر درې کروړه او ۴۲ لکو زیاتو کسانو ته د کورونا وایرس واکسین ورکړل شوي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د پلان او پرمختګ وفاقي وزیر اسد عمر ویلي و چې په یوه ورځ کې يې تر يو مليون زیاتو کسانو ته د واکسینو ورکولو هدف تر لاسه کړی دی.

د پېښور په خیبر مېډیکل پوهنتون کې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ د لېبارټرۍ مشر ډاکټر یاسر یوسفزی وايي، د کورونا د مخنیوي لپاره د واکسین ورکول ډېر اړین دي. هغه وايي:

"په نړۍ کې وخت په وخت داسې ناروغۍ راغلي چې ډېر زیات خلک یې وژلي خو د واکسینو له وجې د ډېرو خلکو ژوند ژغورل شوی دی. د پولیو په رنځ هم د واکسینو له وجې قابو وموندل شو. د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ د واکسینو د ورکولو بهیر هم چې له کله نه پیل شوی، نو په هسپتالونو کې پر دې بیمارۍ د اخته کسانو شمېره کمه شوې ده."

د پېښور د یکه توت سیمې یو دوکاندار رحمت الله وايي، پخوا یې ځینې اندېښنې لرلې خو بیا چې حکومت خلکو ته دا پوهاوی ورکړ چې کورونا واکسین ضروري دی او چاته تاوان نه رسوي نو واکسین یې ولګولو. نوموړی وايي، د واکسینو له لګولو وروسته یې اندېښنې ختمې شوې دي.

د پېښور یو بل اوسېدونکی مکرم خان وايي، دا ډېره ضروري خبره ده چې حکومت د کورونا وایرس په اړه د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي او خلک تشویق کړي چې واکسین وکړي. نوموړی وايي، کورونا واکسین د صحت لپاره ډېر ضروري دی، پکار ده چې خلک د ځان او نورو د ژغورلو لپاره واکسین ولګوي.

XS
SM
MD
LG