د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان له ولسمشر غني سره له خبرو انکاري دي: عمران خان


طالبان له ولسمشر غني سره له خبرو انکاري دي: عمران خان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې تر هغو چې افغان ولسمشر اشرف غني واکمن وي، طالبان یې له حکومت سره خبرې نه کوي. نوموړي د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان پر طالبانو د سولې د جدي خبرو ټینګار کړی خو هغوی د ولسمشر غني له حکومت سره له مذاکراتو انکاري دي. افغان حکومت د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. طالبانو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې خو په جولای کې یې په قطر کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په غونډه کې د خبرو د دوام ژمنه کړې وه. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG