د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د سرکاري کالجونو نه شخصي کولو تړون راسره کړی: جمشید خان


د سرکاري کالجونو د ښوونکو سازمان مشر جمشيد خان وايي، صوبايي حکومت ورسره ليکلې معاهده کړې چې سرکاري کالجونه به نه شخصي کوي.
د سرکاري کالجونو د ښوونکو سازمان مشر جمشيد خان وايي، صوبايي حکومت ورسره ليکلې معاهده کړې چې سرکاري کالجونه به نه شخصي کوي.

د خيبر پښتونخوا د سرکاري کالجونو د پروفيسرانو او ليکچرارانو ايسوسېشن مشر جمشيد خان وايي، له صوبايي حکومت سره له مذاکراتو وروسته يې خپل احتجاج ختم کړ چې د سرکاري کالجونو د شخصي کولو پريکړه يې واپس واخيسته.

جمشيد خان دا خبره د سېپټېمبر پر ۱۸مه له هغې وروسته مشال راډيو ته وکړه چې په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې اپوزيشن غړو په ايوان کې تحريک التوا جمع کړ او له حکومته يې د سرکاري کالجونو د شخصي کولو په اړه پوښتنه وکړه.

تر دې مخکې د سرکاري کالجونو صوبايي تنظيم او زده کونکو د سېپټېمبر پر دوېمه په ټولو ضلعو کې مظاهرې وکړې او له حکومته يې په سرکاري کالجونو کې د "بورډ اف ګورنرز" جوړولو پريکړې واپس اخيستو غوښتنه وکړه.

د سرکاري کالجونو ښوونکو تر دوو ورځو د کلاسونو بايکاټ هم کړی وو.

د سرکاري کالجونو د ښوونکو سازمان مشر جمشيد خان وايي، صوبايي حکومت ورسره ليکلې معاهده کړې چې سرکاري کالجونه به نه شخصي کوي.

ده زياته کړه، "موږ له حکومته مطمين يو. زموږ سره معاهده شوې ده او د هغې غونډې پوره اسناد موجود دي چې حکومت ورسره کړې وه. په هغه تړون کې لېکل شوي دي چې حکومت هيڅ اراده نه لري (د سرکاري کالجونو شخصي کولو). حکومت ورته دا هم ويلي دي چې د سرکاري کالجونو د سازمان له مشاورته بغير به هيڅ داسي ګام نه پورته کوي."

جمشيد خان وويل چې که چېرې حکومت له خپلې خبرې پرشا شو نو راتلونکي لپاره به کړنلاره جوړوي.

دا وخت په خيبر پښتونخوا کې له درې سوو زيات سرکاري ډګري کالجونه دي. صوبايي حکومت د روان مالې کال تر بجټ وړاندې کولو پرمهال ويلي وو چې ۴۰ کالجونه به جوړوي او يا به د ډګري کالج حيثيت ورکوي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزشن پيپلز ګوند غړی احمد کريم کنډي د سېپټېمبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې د جهانزيب کالج سېدو شريف ته د ډګري کالج حيثيت ورکولو تجويز اندېښمن کړي ول خو په ايوان کې حکومتي غړو د دې وضاحت کړي دي.

ده زياته کړه، "په صوبه کې په درې سوه سرکاري کالجونو کې شاوخوا ۱۹۰ کالجونه داسې دي چې بي ايس کورسونه پکې ښوول کېږي. په هغې کې شاوخوا اته سوه څانګې دي. په دې کالجونو کې د بي ايس کورس د څلورو کالو ټول خرڅ ۱۵ یا ۱۶ زره روپۍ راځي. که چرې دا شخصي شي يا پوهنتون ته لاړ شي نو بيا پر زده کونکو شاوخوا څلور لاکه روپۍ خرڅ راځي."

ده وویل، حکومت ته یې ويلي چې غريبو زده کونکو ته تکليف جوړ نه کړي.

ده زیاته کړه، "موږ دا مسله په ايوان کې راپورته کړه او د صوبايي حکومت استازي په دې لړ کې ايوان ته ځواب ورکړ."

د لوړو زده کړو لپاره د خيبر پښتونخوا د وزيراعلا سلا کار کامران بنګش مشال راډيو سره پر دې موضوع خبرو کولو ژمنه وکړه خو وروسته يې ټيلي فون ته ځواب ورنکړ.

خو نوموړي تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۱۷مه د اسمبلۍ غونډې ته وينا کې ويلي ول چې صوبايي حکومت د سرکاري کالجونو شخصي کولو پريکړه نه ده کړې او ځيني عناصر دې مسلې ته سياسي شکل ورکول غواړي.

د لوړو زدکړو محکمې پريکړه کړې چې د سوات جهانزيب کالج حيثيت به په خپل ځای وي او فيسونو او نوکريو کې بدلون نه کوي.

د دې ترڅنګ د صوبايي حکومت وياند ترمخه په قبايلي ضلعو کې په سرکاري کالجونو کې ۲۰۹ ښوونکې ګمارل شوي دي او په هغو سيمو کې يې تعليم ته زياته توجو ورکړي ده.

XS
SM
MD
LG