د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دا ځل ولې په کابل کې د طالبانو واکمنۍ لپاره نړیوال مشروعیت غواړي؟


ارګ ته طالبان د افغان ولسمشر اشرف غني له هېواده تر وتو وروسته ننوتل - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۵مې انځور.
ارګ ته طالبان د افغان ولسمشر اشرف غني له هېواده تر وتو وروسته ننوتل - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۵مې انځور.

په افغانستان کې طالبانو له پنجشير پرته ټول ولايتونه نیولي دي. دا مهال په کابل کې د طالبانو لوړپوړي چارواکي د هېواد له سياسي مشرانو سره د راتلونکي حکومتي جوړښت په باب سلا مشورې کوي.

د نوې حکومتي بڼې لوی هدف دا دی چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني. د طالبانو لومړی رژیم چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو پورې په واک کې پاتې شوی وو، د ګوتو په شمېر درېوو هېوادونو پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو منلی وو خو دا ځل اسلام اباد په یواځې سر د طالبانو واکمنۍ منلو ته تیار نه ښکاري.

سیاسي شننونکي وايي چې اسلام اباد جهاني قدرتونو ته انتظار کوي چې هغوی د راتلونکې افغان حکومت په اړه څه پرېکړه کوي.

د پاکستان په سېنېټ کې د دفاع قايمه کميټۍ مشر سېنېټر مشاهد حسېن سيد د اګست پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې پاکستان د ۱۹۹۰ لسيزې هېواد نه دی بلکې اوس پکې ډېر بدلون راغلی دی. د ده په خبره پوځي او سياسي مشرتابه له تاريخه زده کړې کړي دي او د هغې واضحه مثال په هېواد کې د ترهګرۍ پروړاندې اوږده جګړه ده.

د نوموړي په خبره په ۱۹۹۷ز کال کې د پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو له لوري د طالبانو حکومت تسليمولو پر وخت حالات بدل ول او زیاتوي چې اسلام اباد له طالبانو او نورو ډلو سره خبرې روانې کړې دي چې په ورو ورو د ممکنه حکومتي بڼې چارې پرمخ یوسي.

''موږ بايد سيمه ايزو حالاتو ته په کتو حکمت عملي جوړه کړو. په دې کې چين، روسيه، د منځني ختيځ هېوادونه، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ايران او ترکي شامل دي، له دوی سره به په شريکه فيصله وکړو. زموږ تمرکز په افغانستان کې امن او د يوه وسيع بنياد حکومت دی چې پکې د يوې ډلې قبضه نه وي.''

پاکستان به له افغان طالبانو سره دا خبره هم مطرح کوي چې په پاکستاني طالبانو خپل اثر وکاروي او له فعالتونو يې راوګرځوي.
عائشه صديقه

که څه هم سېنېټر مشاهد حسېن په خپلو څرګندونو کې پر دې ټینګار کړی چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه د پخوا پرتله اوس نوې تجربې ترلاسه کړې خو خبريال او شنونکی مرتضي سولنګې وايي، د هېواد بهرنۍ تګلاره کې سیاسي حکومت هېڅ رول نه لري بلکې د پوځي اسټبلېشمنټ په لاس کې وي او په ۱۹۹۶ کال یې د طالبانو حکومت منلی وو او هغوی یې خپل ملګري بلل.

نوموړی زیاتوي، تر اوسه د پاکستان يوه لوړ پوړي چارواکي په موجوده حالاتو کې پر افغان طالبانو تنقيد نه دی کړی. دا يوه مغالطه ده چې پاکستان خپلې تېروتني ومني.

مرتضي سولنګې زياته کړه چې پاکستان له تېرو شلو کلونو راهېسي د طالبانو دويم وار واکمنۍ لپاره د سهولت کار رول لوبولی او دا یې د پاليسۍ تسلسل دی.

همداراز د دفاعي چارو کارپوه عائشه صديقه وايي، پاکستان به روس او چين ته ګوري چې هغوی يې تسليم کړي نو پاکستان به د هغوی پر لور ځي. دا ځل به پاکستان امريکا ته نه ګوري، ځکه له امريکا څخه تمې نه لري. هغې په افغانستان کې راتلونکې شپږ مياشتې ډېرې مهمې وبللې.

عائشه صديقه زياته کړه چې پاکستان به له افغان طالبانو سره دا خبره هم مطرح کوي چې پر پاکستاني طالبانو خپل اثر وکاروي او له فعالیتونو يې راوګرځوي.

خو په کابل کې د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مومند د اګست پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې د طالبانو په اړه د پاکستان غبرګون په موجوده حالاتو کې ډېر نهیلی کوونکی دی. نوموړی زیاتوي اسلام اباد ته اول پکار وو چې د افغانستان له نیولو سره یې هلته طالبان تسلیم کړي وی.

ښاغلي مومند زياته کړه: ''طالبان په ټول هېواد قابض شو او هلته اوس حکومت جوړوي، بلخوا د ملګرو ملتونو دوه مستقل غړيو روس او چين اعلان وکړ چې دوی له طالبانو سره يواځې کار کوي او دولت به تسليموي. نو پاکستان اوس هم امريکې ته ګوري چې ايا دوی به څه کوي. پاکستان له خو اول پکار وو چې تسليم کړی یې وی. دې ته هم کتل پکار ده چې له پاکستان سره بله کوم لار ده. نو چې بله لار نشته نو بيا ولې انتظار کوي.''

طالبانو چې په ۱۹۹۶ کې په اول وار د جنګ له لارې په کابل قبضه وکړه نو پاکستان يو له هغو درېوو هېوادونو وو چې د دوی حکومت يې تسليم کړ. نور دوه ملکونه سعودي عرب او متحده عرب امارات وو چې هغوي وروسته خپله فيصله واپسي واخسته. پاکستان په هغه وخت کې د طالبانو حکومت په تسليمولو سره له سخت نړيوال غبرګون سره مخامخ شوی وو.

XS
SM
MD
LG