د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا وایرس ۷۵ کسان وژلي


خلک له کورونا وايرسه د مړ شوي يو تن جسد انتقالوي
خلک له کورونا وايرسه د مړ شوي يو تن جسد انتقالوي

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ناروغۍ له وجې پينځه اویا (۷۵) کسان مړه شوي.

له دې سره، په هغه هېواد کې د وبا له پیل راهیسې، له کووېډ-۱۹ څخه د مړو شمېر څلورويشت زره نهه سوه درويشتو ۲۴۹۲۳ ته ورسيد.

د دې وبا په اړه معلومات خپرونکې حکومتي وبپاڼې ليکلي چې د اګست تر ۲۲مې پورې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر يولسو لکو درويشتو زرو ته رسيدلي دي.

په ملک کې په تېره يوه ورځ کې د کورونا وايرس دري زره اته سوه دوه څلوښت (۳۸۴۲) مثبت کېسونه ثبت شوي دي.خو له کووېډ۱۹ ناورغۍ لس لکه نهه زره څخه زيات کسان بېرته رغېدلي هم دي.

دا وخت په پاکستان کې د کورونا وايرس فعالو کسانو شمېر تر نهه اتياو زرو زيات دی. بلخوا په ملک کې د کورونا وايرس واکسين ورکولو بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس د څار ملي ادارې نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر (اين سي او سي) په وبپاڼه ليکلې چې د اګست تر ۲۲مې پورې په مجموعي توګه څلور کروړه پينځه پنځوس لکه او څلوښت زره کسان واکسين شوي دي. په دې کې يو کروړ دېرش لکه کسان په مکمله توګه واکسين شوي او درې کروړه څلور شپېته لکه کسانو ته د واکسين له دوو ستنو څخه يوه لګولې.

XS
SM
MD
LG