نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
خبریال او اقتصاد پوه وايي، د نورو هېوادونو پانګونه ځکه ضروري وي چې له بهره سرمایه دار خپل ډالر او نورې بهرنۍ پیسې پاکستان ته انتقالوي چې ورسره اقتصاد ښه کېږي او کاري موقعې زیاتېږي.
ادارې ویلي، که د یو تن د شناختي کارډ نمبر له موبایله ۷۰۰۰ ته ولېږدول شي نو نادرا ورته سمدستي ځواب ورکوي چې هغه تن د جنسي تېري کوونکو په نوملړ کې ثبت دی او که نه.
عوامي نېشنل ګوند د ۲۰۰۷م کال د مې د ۱۲مې نېټې د خونړۍ پېښې په یاد د کراچۍ په باچاخان مرکز کې یوه غونډه جوړه کړې وه. په یاده پېښه کې د ۵۰ په خواوشا کې کسان وژل شوي وو چې ډېری یې
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مې ۱۲مه توره ورځ او هغه پېښه د ریاست له خوا پر "ولسي وګړو جبر" بولي. د هغه ګوند صوبايي مشر سلیم ترین وايي، هغه پېښه په تاریخ کې د ریاست د جبر او ظلم د یو مثال په توګه ثبت ده.
د کراچۍ په ابراهیم حیدري سیمه کې وسلوالو پر یوې چینايي کمپنۍ برید کړی دی. پولیس وايي، د مې ۱۰مې په پېښه کې چینايي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی او ځواکونو پر وخت د ځوابي کاروایۍ پر مهال یو مشکوک وسلوال وژلی او بل تښتېدلی دی. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. ویډیويي رپورټ.
د وزارت ویاندې مهر خورشيد د مې پر نهمه رسنیو ته وویل چې په هغه ناروغۍ اخته یو بل تن د مې پر اتمه د کراچۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه.
د سيند روغتيا وزارت وياند مهرخورشيد پرون، د مې پر پنځمه، مشال راډيو ته وويل چې په صوبه کې په لومړي ځل منکيپاکس وايرس په هغه کس کې ثبت شوي چې تېره اوونۍ له سعودي عرب جده څخه کراچۍ ته راغلي وو
رام کېشن وویل، کمل کېشن د مې پر لومړۍ نېټه د خپلو خویندو د ودونو لپاره د سودا اخيستو په غرض له خپل تره زوی سره يو ځای د کراچۍ ليارۍ سيمې ته روان وو چې د هغه په وينا، پولیسو په "جعلي نښته" کې وواژه.
عارف وزير د ۲۰۲۰ز کال د مې پر لومړۍ نېټه په خپل کلي غوایه خوا کې د وسلوالو په برید ژوبل شوی وو چې د مې پر دویمه یې د اسلام اباد په یو روغتون کې سا ورکړه. د هغه د وژنې ذمه واري هېچا نه وه منلې.
د اپرېل پر ۳۰مه دوی د کراچۍ له پریس کلبه تر ارټس کونسله لاریون وکړ چې د بشري حقونو فعالانو هم پکې ګډون وکړ
د بلوچستان په لسبېلې کې د هندوانو کلنۍ مېله پای ته رسېدلې. په دې مېله کې له يو لاک څخه زیاتو خلکو ګډون کړی وو. دلته يو تاريخي مندر دی چې هندوان ورته په لوڅو پښو سفر کوي. په اړه یې د نیاز علي دا ويډيو راپور وګورئ.
دکراچۍ مرکزي او ملير زندانونو څخه پرون داپريل په ۲۹مه نور۵۶ افغان ګډوال خوشي کړل شوي او بيرته خپل هېواد افغانستان ته دچمن د لاري په بسونو کې لېږل شوي دي
د ګوند د سيند صوبې مشر نثاراحمد کوړو داپريل پر ۲۳ مه په لاړکانه ښار کې خبرې غونډې ته وویل چې په ټول پاکستان کې په یوه وخت د ټاکنو کولو لپاره د اپرېل له ۲۵مې په سیند صوبه کې احتجاجونه پيلوي.
په کراچۍ کې یو پښتون مدني فعال په لارو، کوڅو کې ګرځي، مدرسو، جوماتونو او ښوونځیو ته ورځي او هلته د ماشومانو د لوبو د ټوپکونو، تفنګچو او نورو وسلو پرضد کیمپېن کوي. دی وايي، د لوبو د وسلو استعمال د ماشومانو پر ذهن ناسم اغېز کوي. ویډيويي رپورټ.
د کراچۍ په ژوبڼ کې د "نورجهان" په نوم ښځينه فيل صحت يو ځل بيا خراب شوی دی. د دغې هاتۍ د درملنې لپاره څو ورځې وړاندې له جرمني څخه د ډاکټرانو يوه ډله کراچۍ ته تللې وه.
په کراچۍ کې یو ناحکومتي سازمان نرښځیانو ته روژه ماتی برابروي او ورته خواړه ورکوي. د نرښځیو او جنسیتي حقونو لپاره کارکوونکی سازمان هره ورځ شاوخوا ۵۰ نرښځیو ته روژه ماتی ورکوي او تر اوسه یې له ۱،۲۰۰ نرښځیو سره د اوړو، غوړیو، دالو، چای او نورو خوراکي توکو مرسته کړې ده. ویډیويي رپورټ.
په کراچۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو د حکومت یو استازي سيد عبدالجبار د اپريل پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې دا خوشي شوي افغانان په بسونو کې د چمن له لارې خپل هیواد ته وړل شوي دي.
د کراچۍ په یو ژوبڼ کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته د یوې هاتۍ (ښځینه فیل) علاج شوی دی. هغه هاتۍ نور جهان نومېږي. د هغې درملنې لپاره له جرمني څخه د څارویو او ځناورو ډاکترانو یوه ډله ورغې وه. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مصطفی حنیف په نوم یو ځوان په روژه کې بېوزلو کسانو ته په ارزانه بيه مېوه ورکوي. د هغه هېواد خلک شکايت کوي چې د تېرو روژو پرتله سږ کال د خوراکي توکو قیمتونه زیات شوي دي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په کراچۍ کې د روژې په میاشت کې د نجونو لپاره د کرکټ سیالۍ پیل شوي دي. په دې سياليو کې په کراچۍ کې مېشتې پښتنې هم برخه اخلي. هغوی وايي چې د هلکانو تر څنګ نجونو ته هم بايد په کرکټ لوبو کې برابره ونډه ورکړل شي او د پاکستان په نورو ښارونو کې دې هم د نجونو لپاره دا ډول سیالۍ جوړې کړل شي.
نور وښیئ