د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې د سمندري طوفان له وېرې ۹۰۰۰ کورنۍ خوندي سیمو ته لېږدول کېږي


د سیند سمندر یو پخوانی انځور
د سیند سمندر یو پخوانی انځور

دپاکستان د سیند صوبې چارواکي وايي په عرب سمندرګي (بحیره عرب) کې له راتلونکي سمندري طوفان د خطر کمولو لپاره به ځيني کورنۍ له خپلو سیمو نورو ځايونو کې مېشته کوي.

دسيند وزيراعلی مراد علي شاه د جون پر ۱۱مه په کراچۍ کې د يوې خبري غونډی په مهال وويل: ''چرته چې زيات خطر دی، لکه ټهټه، سجاول او بدين. هلته ټولو اړونده چارواکو ته موږ لارښوونې کړي دي. موږ د پاکستان پوځ سره هم خبره کړی ده. ځيني خلک نورو سیمو ته لېږدوو. هغه ځایونه مو معلوم کړي او له ۸۰۰۰ تر ۹۰۰۰ پورې کورنیو لپاره مو ځایونه ځانګړې کړې دي. کوښښ کوو چې زیان ونه شي.''

شاه زیاته کړه چې په کراچۍ ښار کې يې کمزورو ونو د پرې کولو او د اشتهاراتو بورډنو د لېرې کولو امر کړی چې دغو شیانو د غورځېدو له وجې خلکو ته زیان ونه رسیږي. هغه پر خلکو غږ وکړ چې له کورونو ونه ووځي او ځانونه دې خوندي وساتي.

د موسمياتو ادارې خبرداری ورکړی چې د جون تر ۱۴مې يا ۲۵مې ساحلونو ته د هغه توپان د رسېدلو امکان دی. د دې ادارې د سيند صوبې مشر سرادر سرفراز د جون پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د طوفان اغیز تر درې ورځو کېدلی شي او له کبله به یې په کراچۍ، بدين، سجاول، ټهټه او د بلوچستان په مکران ساحلي سيمو کې تېزې سيلۍ او بارانونه ممکن دي.

سرادر سرفراز پر خلکو د احتياط کولو غږ وکړ: ''سمندري طوفان دا مهال له کراچۍ ۷۰۰ کیلوميټره لیرې دی. ساحل ته راروان دی. طوفان سره د سيلۍ رفتار شاوخوا ۱۶۰ کلوميټر في ساعت دی چې د دې سره د سمندري اوبو سطحه له ۳۰ تر ۴۰ فُټو پورې لوړېدلی شي. د طوفان مخه د سیند صوبې سجاول او ټهټې ترڅنګ د هند ګجرات خوا ته ده.''

د سيند حکومت وايي د کراچۍ ترڅنګ په نورو سيمو کې يې دتياريانو په اړه غونډه کړې او دصحت محکمې تر څنګ نورو محکمو ته يې ټولې لازمې لارښوونې کړي دي. د سيند او بلوچستان حکومتونو په سمندر کې په لامبلو، ښکار کولو او ساحلونو ته په ورتګ بندېز لګولی دی.

بلخوا د افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې )بيا عامو خلکو ته خبرداري وکړی چې دطوپان په ورځو کې دې له کوره بهر نه ووځي او د بجلۍ تارونو او ستنو څخه دې لېرې اوسیږي. پي ډي ايم ای ويلي خلک دې دپوليسو رينجرو ځواکونو او سرکاري چارواکو لارښوني عملي کړې او د بېړنیو حالاتو لپاره ځانونه تيار او ضروري څيزونه خوندي وساتي.

د موسمیاتو محکمه وایي، په سمندر کې د تودوخې زیاتېدو له امله توفان جوړيږي. په عرب سمندرګي (بحیره عرب) کې د بیپرجوای په نامه دا طوفان د جون پر شپږمه جوړ شوی دی. هغه وخت دا له کراچۍ ۱۴۰۰ کیلومیتره لېرې وو. د سمندر هر طوفان ته د موسمیاتو محکمه یو نوم ورکوي. د اوسني طوفان نوم بیپرجوای دی. دا د بنګالۍ ژبې ټکی دی او مانا یې تباهي یا ناورین دی.

XS
SM
MD
LG