د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې وکيل او مدني فعال جبران ناصر "تښتول شوی" دی


فعال جبران ناصر په اسلام اباد کې د ورکو شویو بلاګرانو د خوشې کولو په اړه په اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال ـ پخوانی انځور.
فعال جبران ناصر په اسلام اباد کې د ورکو شویو بلاګرانو د خوشې کولو په اړه په اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال ـ پخوانی انځور.

په کراچۍ کې نامعلومه کسانو د بشري حقونو فعال او وکیل جبران ناصر له ځانه سره وړی دی.

د نوموړي مېرمنې منشا پاشا پر ټولنیزو رسنیو په خپرې شوې ویډیو کې ویلي چې د جون پر لومړۍ نېټه کور ته د تلو پر مهال يې شاوخوا ۱۵ کسانو لاره ونیوله. "موږ تر ډوډۍ خوړو وروسته کور ته پر لاره وو، چې یوه سپین ډبل کېبين موټر کې شاوخوا ۱۵ وسلوالو لاره بنده کړې وه. زما خاوند يې [کوز کړ] او له ځانه سره یې بوتلو.''

د مېرمن پاشا په خبره لا یې هم د خاوند "درک نه شته". نوموړي له خلکو غوښتي چې د ناصر د ژر ستنېدو لپاره غږ پورته کړي او دعا وکړي.

جبران ناصر د کراچۍ اوسېدونکی دی. نوموړی په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسید د کورنۍ وکیل هم پاتې شوی دی.

د سيمي پوليسو اېس پي احمد فيصل چودري مشال راډيو ته وويل، د ټولينزو رسنیو له لارې د جبران ناصر له تښتونې خبر شوی او د پېښې تر پلټنو وروسته به معلومات شریکوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د جبران ناصر پر تښتولو اندېښنه ښوولې او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

کمېشن ویلي، په کراچۍ کې د وسلوالو له لوري د ناصر تښتونې اندېښمن کړی دی. سازمان د تښتوونکو پر ضد د قانوني چلند هم ویلي دي.

د بشري حقونو فعالانو او ځینو سیاستوالو پر ټولنیزو رسنیو دغه پېښه غندلې او په سمدستي توګه یې د نوموړي د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

جبران ناصر د قانون پوه ترڅنګ د بشري حقونو فعال دی. هغه له کراچۍ په ۲۰۱۳ز کا او د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د ازاد کاندید په توګه هم برخه اخیستې وه.

فارن پالیسي مجلې په ۲۰۱۳ز کال کې جبران ناصر د هغو دریو پاکستانیانو په نوملړ کې شامل کړی وو چې د مذهبي تاوتریخوالي پر وړاندې ښه کار کوي.

په دا وروستيو کې د حکومت له خوا د پاکستان تحريک انصاف د مشرانو او پلويانو د نيولو او سیاسي کړکېچ په اړه جبران ناصر پر حکومتي تګلارو نيوکې کولې.

XS
SM
MD
LG