د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو د سکرو کان کې د بندو مزدورانو د ژغورلو عملیات روان دي


د دوکۍ د سکرو په کان کې کانکیندونکي د وروستي پاتې مزدور د ایستلو هڅې کوي - د جون ۱۳مې انځور.
د دوکۍ د سکرو په کان کې کانکیندونکي د وروستي پاتې مزدور د ایستلو هڅې کوي - د جون ۱۳مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې د سکرو کان نړېدو په پېښه کې د درو لاندې شويو مزدورانو د ژغورلو هڅې د جون پر ۱۶مه پر درېیمه ورځ هم روانې دي. په همدې حال کې د سیند د جامشورو له یوه کانه د دوو مزدورانو مړي ایستل شوي دي.

د اورکزیو انتظامي مشر طیب عبدالله د جون پر ۱۵ مه مشال راډيو ته وویل، په عملیاتو کې د مرستندویه ډلې ریسکیو ۱۱۲۲، کارکوونکي، د کانونو ځانګړي ژغورونکې ډلې او تر ۱۵۰ زیات نور کسان برخه اخلي.

هغه وویل، ژغورونکي د باران له وجې له مشکلاتو سره مخامخ دي خو د لاندې شویو مزدورانو تر رایستنې به عملیات دوام لري.

چارواکي وایي، د جون پر ۱۴مه د بره اورکزیو په ښادیزیو سیمه کې د سکرو په کان کې د باران اوبه جمع شوې چې له کبله یې کان کښېناست او پکې درې مزدوران، چې د شانګلې اوسېدونکي دي، بند پاتې شول.

د کانکیندونکو د ټولنې یو مشر عابد یار مشال راډیو ته وویل، د کان انتظامیې ته یې خبر ورکړی وو چې د باران پر مهال دې کار نه کوي، خو پر دې خبرې عمل و نه شو.

د کان ټېکېدار او مالک لا د عابد یار د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

په اورکزیو کې تر دې مخکې هم په کانونو کې بېلابېلې پېښې شوې دي چې پکې مزدورانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۲۲ز کال نومبر پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په ډولۍ سیمه کې د سکرو په کان کې د ګیس جمع کېدو له کبله په چاودنه کې نهه کان کیندونکي ووژل شول او څلور ټپیان شول. داراز، د نومبر پر ۲۷مه هم د اورکزیو په شېخانو کې د سکرو په کان کې د اکسیجن کموالي له وجې دوه کارکوونکي مړه شوي ول. د کان کیندونکو د ټولنې یوه مخکښ غړي عابد یار مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه کارکوونکي د شانګلې اوسېدونکي ول.

په همدې حال کې د سیند صوبې په جامشورو کې د سکرو د یو کان نړېدو تر پېښې پینځه ورځې وروسته له کانه د دوو مزدورانو مړي ایستل شوي دي.

چارواکو او مزدورانو مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه کانکیندونکي د کورمې د پاړه چینار دي چې د جون پر ۱۱مه تر کان لاندې شول.

په سیمه کې مزدورانو مشال راډیو ته ویلي دي چې دواړه مړي یې د جون پر ۱۶مه له کانه ایستلي دي.

د سکرو له کانه ۴۰ ورځې وروسته د یو مزدور مړی ایستل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

له دې پرته، د جون پر ۱۴مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو په کان کې له بندو پاتې دوو کانکیندونکو څخه یې د عبدالباقي مړی ایستل شوی او د شراف په نوم د بل تن د مړي ایستلو هڅې روانې دي.

دواړه مزدوران د کلا سیف الله اوسېدونکي ول. د مې پر څلورمه تر باران وروسته په کان کې اوبه جمع شوې او کان ونړېد چې پکې دواړه پکې بند پاتې شول.

په دوکۍ کې مزدورانو او حکومتي کارکوونکو له څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې د هغوی د ایستلو هڅو ته دوام ورکړی دی او د دې رپورټ تر بشپړېدو یې یوازې یو مړی ایستلی وو.

په پاکستان کې د سکرو کانونو د اتحادیې مشران وايي چې هلته د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات نه کېږي.

د هغوی په وينا، يوازې په ۲۰۲۲ز کال په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې لږترلږه ۲۸۸ مزدوران وژل شوي دي.

د بلوچستان، سيند او خيبر پښتونخوا په زياتره کانونو کې پښتانه مزدوران کار کوي چې اکثريت يې د سوات او شانګلې دي.

XS
SM
MD
LG