د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ ښاروالۍ شورا ته په لومړي ځل ۲ نرښځیان منتخب شوي دي


شهزادي رای (له ښي لوري لومړۍ) او چاندني شاه (دویمه) د دندو تر لوړې وروسته له نورو منتخبو غړو سره - د جون اوومې انځور.
شهزادي رای (له ښي لوري لومړۍ) او چاندني شاه (دویمه) د دندو تر لوړې وروسته له نورو منتخبو غړو سره - د جون اوومې انځور.

په کراچۍ کې د ښاروالۍ د شورا په انتخاباتو کې پر ځانګړو څوکیو منتخبو ۱۲۱ کسانو د خپلو دندو لوړه کړې ده چې پکې په لومړي ځل دوه نرښځیان هم شامل دي.

د جون پر اوومه د پیپلز ګوند شهزادي رای او د جماعت اسلامي چاندني شاه د کراچۍ ښاروالۍ شورا څوکیو لپاره وټاکل شوې او د خپلو دندو لوړې یې وکړې.

شهزادي رایې تر سوګند وروسته مشال راډیو ته وویل چې دا د نرښځیو لپاره لویه بریا او لاسته راوړنه ده او هڅه به کوي چې د خپلې ټولنې د حقونو لپاره غږ پورته کړي. "د پاکستان په تاریخ کې به په لومړي ځل ولیکل شي چې نرښځیان له هغه عزته برخمن شول چې حقدار یې ول. نن موږ پر دې څوکیو منتخب شو، نن موږ لپاره ډېره لویه ورځ ده."

رای وویل چې پخوا له نرښځیو سره خورا زیات توپیر پالل کېده او چا به ورسره ناسته پاسته نه کوله خو اوس له وخت تېرېدو سره بدلون راغلی او د عادي وګړو په څېر به د ښاروالۍ په دفتر کې کار کوي.

هغې د واکمن پیپلز ګوند مننه وکړه چې د ښاروالۍ په قانون کې یې بدلون وکړ او نرښځیو ته یې څوکۍ ورکړې.

د جماعت اسلامي ګوند غړې او منتخبه استازې چاندني شاه وايي، د ښاروالۍ په شورا کې د نرښځیو د مسلو هواري هڅه کوي. "له ننه به موږ د خپلو حقونو او غوښتنو پوره کولو لپاره کار کوو. د دې تر څنګ به موږ د خپلو سیمو پرمختیايي چارې پر مخ وړو او د کراچۍ اوسېدونکو ته به اسانتیاوې ورکوو."

د کراچۍ د ښاروالۍ شورا ټولې ۳۶۷ څوکۍ لري چې ورباندې انتخابات کېږي. له هغو څوکیو څخه یې پر ۱۵۵ د پیپلز ګوند چېرمېنان او پر ۱۳۰ د جماعت اسلامي نوماندان منتخب شوي دي. تحریک انصاف ګوند ۶۲، مسلم لیګ (ن) ۱۴، جمعیت علمای اسلام (ف) څلور او تحریک لبیک پاکستان یوه څوکۍ ګټلې ده.

هر ګوند چې په انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ وګټي، د هم هغې په تناسب بیا خپلو غړو او کسانو ته ځانګړې څوکۍ ورکوي. په دې توګه د کراچۍ د ښاروالۍ په شورا کې پیپلز ګوند ۵۱ او جماعت اسلامي ۴۳ ځانګړې څوکۍ لري.

د کراچۍ د ښاروال انتخابات لا نه دي شوي. هغې څوکۍ ته د پیپلز ګوند مرتضا وهاب او د جماعت اسلامي حافظ نعیم الرحمان نوماندان دي.

XS
SM
MD
LG