نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست د ښاروالۍ ریاست چارواکي وايي، چې یاده اداره به د ښار د کوڅو او لارو ټول سړکونه چې د وخت په تیریدو مات شوي یا زیانمن شوي دي، بېرته له سره ورغوي.
د خوست په محبس کې یو شمېر بندیان وايي، چې اکثره زندانیان په شخصي دښمنیو نیول شوي او پرته له دې چې د دوی د جرمونو په اړه کره ثبوتونه موجود وي، د عدلي او قضايي ادارو له خوا بندیان شوي دي.
د پکتیکا ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو ګڼو مخورو او قومي مشرانو له ځايي ادارې وغوښتل، تر څو د هغو کسانو مخه ونیسي، چې د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو له پاره په پرله پسې توګه مرکزي حکومت ته شکایتونه کوي، لاریونونه ترسره کوي او ځني وخت قومي مشکلاتو ته لمن وهي.
نن د چارشنبې پر ورځ د خوست ولایتي شورا استازو او د یو شمېر مدني ټولنو او شوراګانو غړو د یوې خبري ناستې له لارې د مرکزي حکومت نه وغوښتل، چې د خوست له خلکو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
د سېشنبې پر ورځ د خوست د لکڼو د سیمې د ایوبخېلو د خوړ پر سر لوی پل له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، یاد پل چې اتیا متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ لري، د نړیوال بانک له خوا د څه د پاسه ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت په نهو میاشتو کې جوړ شوی دی.
په خوست کې یو شمېر هغه په نشو روږدي کسان چې د معتادینو ودان روغتون کې يې پخوا درملنه شوې، وايي وزګارتوب او بې کارۍ بیرته نشو ته ګرځولي دي.
د خوست د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړي وايي، چې دوی به په خپلو کې د همغږۍ او ملګرتوب د ډېرولو له لارې د خلکو د ستونزو د حلولو او د مرکزي حکومت څخه د خپلې سیمې د حقونو د ترلاسه کولو له پاره کار وکړي.
د خوست په مرکز او ولسوالیو کې یو شمیر حکومتي باغونه چې پخوا به ګڼ خلک د تفریح او ساعتیرۍ لپاره ورتلل، د تفریح ښه ځایونه یې درلودل او ډول ډول میوې پکې وې، اوس د مسئولو ادارو د نه پاملرنې له کبله د ویجاړیدو له ګواښ سره مخامخ دي.
بېګاه د پنجشنبې په شپه د خوست ښار په جنوبي څنډه کې د لرګیو د منډیی په هغه برخه کې چې د دروازو او کړکیو د جوړولو کوچنۍ کارخانې په کې دي، د اور د لګیدو له کبله شخصي خلکو ته په کې درانه مالي زیانونه واوښتل.
د سېشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د یاد ولایت د کلیو او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ثبات برنامې له لورې د درې سوه مترو په اوږدوالي د اوبه رسولو ویاله تر جوړولو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د شنبې په ورځ خوست کې د یو شمېر کشفي ادارو سرتیرو او پولیسانو له ښاره لسګونه سوالګرې ټولې کړې.
د جمعې پر ورځ د پکتیکا د ولایتي شورا غړو، یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د یوې خبري ناستې له لارې د مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چې د دې ولایت له پاره بېرته پخواني والي عبدالکریم متین ورولیږي، ځکه دوی متین د یاد ولایت حالاتو او غوښتنو ته په کتو د ولایت د رهبریت له پاره وړ شخص ګڼي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د حضرت بلال ښوونځي له پاره د دیارلسو میلیونو افغانیو په لګښت د نړیوال بانک په مالي لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نن د پنجشنبې پر ورځ سهار وختي یو شمېر وسله والو د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابي عمل کې د وسلوالو د دوو قوماندانانو فاتح او کاروان په ګډون پنځلس تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
په خوست کې یو شمېر لیکوال او فرهنګیان وايي، چې دا مهال په خلکو کې په ځانګړي ډول د ځوانانو په منځ کې د کتابلیکنې او د کتاب د مطالعې دود په خوریدو دی او خلک تر پخوا زیات کتابونه رانیسي او لولي يې.
په خوست کې د عدالت غوښتنې په نوم د مدني ټولنو یوه داسې شبکه جوړه شوه، چې هغه به تر ډېره په ټولنه کې د سولې، تفاهم او جوړجاړي له پاره کار کوي.
د خوست د تڼيو ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي د څښاک پاکې اوبه نه لري، د سيمې اوسيدونکي وايي چې، دوی په خپل ورځني ژوند کې د ډنډونو او ويالو له اوبو څخه ګټه اخلي.
نن د یکشنبې په ورځ په خوست کې یو شمېر مدني بنسټونو، قومي شوراګانو او د ټولنیزو سازمانونو غړو د یوې خبرې ناستې له لارې د ملي یووالي د حکومت له چارواکو څخه د یاد ولایت په اداره کې د
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ښوونکو د کورونو له پاره دښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
نور وښیئ