د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې ودان روغتون د معتادینو درملنه کوي


ودان روغتون د نشیانو درملنه کوي
ودان روغتون د نشیانو درملنه کوي

په خوست کې یو شمېر هغه په نشو روږدي کسان چې د معتادینو ودان روغتون کې يې پخوا درملنه شوې، وايي وزګارتوب او بې کارۍ بیرته نشو ته ګرځولي دي.

د یکشنبې په ورځ د نادر په نوم یو کس چې د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسیدونکی دی مشال راډیو ته وویل، چې په روغتون کې يې ډېره ښه درملنه شوې وه، خو بیکارۍ بېرته په نشو روږدی کړی دی:

« نادر یم د لوګر ولایت د څرخ د ولسوالۍ، ښه شفاخانه ده، د دې شفاخانې د مسوولینو او ډاکټرانو سره دې خدای ښه وکړي، خو بیکاري بیا سړی روږدی کوي، کنه په دا یونیم کال کې ما نه وو څکلی، که مصروفیت وي، ښه ده کنه کور کې سړی خامخا په نشه روږدی کیږي، زه بیکاری بیرته په نشه روږدی کړم.»

د خوست ودان روغتون
د خوست ودان روغتون

د روزي خان په نوم یو ځوان چې د ټل څخه د خوست معتادینو روغتون ته د درملنې له پاره راغلی وايي، چې نشو د ده د ژوند هیلې له منځه وړې.

دی وايي، زده کوونکی وو، که چیرې تعلیم ځنې پاتې نه وای، نو ښايي اوس به يې پوهنتون لوستی و.

د خوست د مخدره توکو پر ضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال وايي، چې په خوست کې د ودان په نوم د معتادینو د درملنې روغتون په دې ځای کې د ضرورت تر مخې جوړ شوی او تر اوسه په کې د زرګونو نشه یانو درملنه شوې ده.

تڼیوال د معتادینو د درملنې په پروګرام ډاډه دی او وايي، چې تر درملنې وروسته ډېرو لږو خلکو بیرته نشو ته مخه کړې ده:

« ۷۶۲۵ تنه معتادین په دې روغتون کې تداوي شوي دي، جوړ شوي دي، ډېر کم کسان به وي، چې بېرته دوباره يې اعتیاد ته مراجعه کړې ده، زموږ امیدواري داده، چې ټول هغه خوست میشتي معتادین چې په اطرافو کې موجود دي، باید په دې پوۍ شي، چې بدون د تداوۍ نه روغتون کې د دوی د جوړیدل ناممکن دي، نو بنا پر دې باید مراجعه وکړي. »

د کار او ټولنیزو چارو رئیس کمال ځدراڼ د تداوي شویو نشه یانو غوښتنو ته په کتووايي، چې بېکاري او وزګارتوب نن سبا یوه نړیواله ستونزه ده، ځکه په ازاد بازار کې د کار مالک هغه څوک استخداموي، چې کسب او مهارت ولري.

کمال الدین ځدراڼ زیاتوي، یو شمېر اوږدمهاله او لنډمهاله پروژې به تر لاس لاندې ونیسي، چې په یو ځل ګڼو کسانو ته په کې د کار زمینې برابرې شي.

ده ژمنه وکړه، چې بودیجې ته په کتو په پام کې لري، چې دا ډول خلکو ته د حرفې او کسبونو د زده کړې ځنې روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي.

د یادونې وړ ده په خوست کې د مخدره توکو پرضد ادارې د ارقامو تر مخې په دې ولایت خواوشاه دېرش زره کسان په نشو او تر دوه نیم لکو پورې کسان د تمباکو په استعمال روږدي دي.

XS
SM
MD
LG