د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د خوست ښار نه سوالګرې ټولې کړې


د شنبې په ورځ خوست کې د یو شمېر کشفي ادارو سرتیرو او پولیسانو له ښاره لسګونه سوالګرې ټولې کړې.

د شنبې په ورځ خوست کې د یو شمېر کشفي ادارو سرتیرو او پولیسانو له ښاره لسګونه سوالګرې ټولې کړې.

د خوست امنیتي مسوولین وايي، چې تر تحقیقاتو او پوښتنو وروسته به دا سوالګرې له پولې واړول شي او په دې ولایت کې به يې اوسیدو ته پرینږدي.

په خوست ښار کې له یوې مودې راهیسې لسګونه داسې نجونې او ښځې، چې خلک يې په ژبه نه پوهیږي او د اوسیدو د ځای په اړه يې هم د خلکو او امنیتي ادارو سره پوره مالومات نشته، ګدايي او سوالګري کوي او په لاره تلونکې کسان له لمنو ټېنګ نیسي، تر هغې چې پیسې ورکړي او یا په ډېرو مشکلو ورڅخه ځانونه خلاص کړي.

دا نجونې او ښځې، چې په جسماني لحاظ ناروغانې مالومیږي، هر وخت يې خپل سرونه په دستمالونو ټېنګ تړلي وي.

په دې اړه خلک ډېر کله د سیمه ییزو رسنیو له لارې امنیتي ادارو په ځانګړي ډول پولیسو ته شکایت کوي او د دوی د پیژندنې او مخنیوي غوښتنه کوي.

په همدې موخه د شنبې په ورځ کشفي ادارو او پولیسانو په ښار کې عملیات وکړل او یو شمېر سوالګرې يې ونیوې، خو ډیری نورې يې له پولیسو پټې شوې او په لاس نه ورغلې.

د خوست د امنیه قوماندانی د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر سمونوال ګلداد، چې د یادو عملیاتو مشري کوله مشال راډیو ته داسې وویل:

((په خوست ښار کې دا ښځینه سوالګرې چې ورڅخه ښاریان ډېر په تکلیف ول، نو د دوی په غوښتنه مو نن دا پلان ونیوه، چې دوی موږ د خوست ښار نه راجمع او راټولې کړو، بیا يې د مرز او سرحد نه واړوو.))

په خوست کې د شته ښځینه سوالګرو په اړه ویل کیږي، چې دوی بلوجستان ایالت پورې اړه لري او دلته ځینو خلکو د ګدایی له لارې د ګټې وټې له پاره راوستي دي، خو ځني نور بیا د دې ښځينه سوالګرو حرکتونه مخبرانو او جاسوسانو ته ورته ګڼي.

سمونوال ګلداد وايي، چې پولیس هڅه کوي تر څو د دې سوالګرو اصلي موخه او بنیاد پیدا کړي.

((موږ په دې لټه کې یو تر څو په تحقیقاتو کې ومومو، چې دا تجارتي بڼه لري، که کومه بله خبره هم په دې اړه شته، که چیرې د دې اصلي منشاء موږ پیدا کړه، یا هغه څوک مو پیدا کړل، چې د راولي او ورڅخه سوء استفاده کوي، چې کشف مو کړل او ومونیول، نو د قانون منګولو ته به يې وسپارو.))

که څه هم د خوست کشفي ادارې او پولیسان وايي، سوالګرې به سرحد ته بوځي او له هغه ځایه به يې وشړي، خو کتونکي په دې اند دي، چې امنیتي کسان دې داسې تدابیر ونیسي، چې په راتلونکې کې دې ښار ته د دا ډول ناپيژاندو خلکو د بیا راتګ مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG