د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: مدني فعالانو راټوله شوې مرسته پر بې وزلو وویشله


نن د سېشنبې پر ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د یاد ولایت له سوداګرو او دوکاندارانو څخه راټوله کړې د غنمو مرسته پر غریبو او بې وزله کورنیو وویشله.

نن د سېشنبې پر ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د یاد ولایت له سوداګرو او دوکاندارانو څخه راټوله کړې د غنمو مرسته پر غریبو او بې وزله کورنیو وویشله.

یاده مرسته سلو غریبو او بې وزله کورنیو ته چې په ترکیب کې يې معیوبین، یتیمان، تورسرې او غریبانان ول ته برابره شوې وه، چې هرې کورنۍ ته سلو کیلو غنم او یو شمېر بې وزلو ته یو، یو جوړ جامې وویشل شوې.

د خوست یو تن مدني فعال نصیراحمد روښان مشال راډيو ته وویل، چې د مدني ټولنې غړي په ښار کې په یو شمېر دوکانونو، سوداګرو او شتمنو کسانو ګرځیدلي او دا مرسته يې راټوله کړې ده.

ده زیاته کړه، چې دوی ټول ۱۴۰۰ کیلو غنم او د اختر له پاره بې وزلو ته سل جوړې راټولې کړي او نن يې د رسنیو په مخکې پر مستحقینو وویشلې.

نصیراحمد روښان وویل، چې په لږ وخت کې په دې اندازه د مرستو راټول په دې مانا وو، چې خلک، شتمن او سوداګر د مدني ټولنو په غړو ډېر باور کوي.

یو بل تن مدني فعال سلطان محمود خیرخوا چې د دې مرستو ډېره برخه يې راټوله کړې وايي، چې که د ټولنې ټول احساس لرونکي کسان دا ډول فعالیت وکړي، نو د بې وزلو یوې لويې برخې سره به مرسته وشي:

((که په هر کلي کې له څلور، څلورو کورنیو سره مرسته وشي او دا کار ځوانان او احساس لرونکي کسان ترسره کړي، زه فکر کوم چې موږ به خپل اسلامي مسوولیت په ښه ډول ترسره کړی وي، زه یقین لرم که څوک په شفاف او رښتیني ډول دې کار ته ملا وتړي، نو خلک ورسره د زړه له کومې مرسته کوي.))

د ملي احساس مجلې مسوول مدیر سپین روان نورزی وايي، چې په دې کار سره مدني فعالانو خپل یو ستره دیني وجبیه ترسره کړه.

ده زیاته کړه، دا ډول فعالیتونه باید دوامداره وساتل شي او په دې توګه مدني ټولنه د ټولنې د مالدارو او بې وزله کسانو د اتصال او ارتباطاتو په یوه وسیله بدل شي.

د قاري عبدالله په نوم یو نابینا او معیوب دې مرستې ته خوشاله وو، ده وویل نننۍ مرسته موږ ته په جسمي او رواني لحاظ ګټوره وه، موږ درک کړه چې موږ د ټولنې د سالم قشر په نظر کې یو.

د یو تن مرحوم ولسي شاعر صالح میرمن چې د دې مرستو د ترلاسه کولو له پاره راغلې وه، د سوداګرو، مالدارو او هغه خلکو څخه چې څه نا څه مال او شتمني لري وغوښتل، چې د ټولنې اړ او بې وزله قشر له پامه ونه غورځوي.

دې وویل، د دنیا مال، دولت، عزت او هر څه ختمیدونکي دي، اصلي ګټه د عقبی او د خلکو د خوشالولو ده، چې په دې سره يې دنیا او اخرت دواړو ته ګټه رسیږي.

د یادونې وړ دا مهال یو شمېر عربي خیریه ټولنو هم د روژې په میاشت کې بې وزلو ته په جوماتونو کې د روژه ماتي د تیارولو پروګرامونه پیل کړي او سلګونه بې وزله او غریبانان په کې روژه ماتی کوي.

XS
SM
MD
LG