د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: د عبدالخېلو د کلي ویاله پخه شوه


د سېشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د یاد ولایت د کلیو او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ثبات برنامې له لورې د درې سوه مترو په اوږدوالي د اوبه رسولو ویاله تر جوړولو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د سېشنبې پر ورځ د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د یاد ولایت د کلیو او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ثبات برنامې له لورې د درې سوه مترو په اوږدوالي د اوبه رسولو ویاله تر جوړولو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د یادې ویالې څخه، چې د یوسف خیلو ولسوالۍ د عبدالخیلو په کلي کې ټولې کرنیزې ځمکې خړوبیږي، بزګران او د ځمکو خاوندان به يې تر دې وروسته د ځمکو په خړوبولو کې ستونزې ونه لري.

د عبدالخیلو د ویالې څخه به اړمن سیمه وال د څښاک اوبو ګټه هم پورته کوي.

د ویالې په پرانیسته کې د یوسف خیلو ولسوال حیات الله صافي رسنیو ته وویل، چې تر دې مخکې د عبدالخیلو کلي اوسیدونکي په ډېرو مشکلو خپلې ځمکې اوبولې او ویاله به يې هر ځل بارانونو زیانموله، خو اوس دا بزګران له دې ستونزې خلاص شول:

((زموږ نه د عبدالخلیو د کلي مشرانو تل دا غوښتنه کوله، چې بارانونه او توفانونه يې تل ویاله ویجاړوي، نو دوی نه شي کولای چې په خپل وخت خپلې ځمکې اوبه کړي، خو ددې ویاله په واسطه به نه یوازې پخوانی ځمکه بلکې ۳۰۰ جریبه للمه ځمکه به هم تر اوبه لاندې راشي او دهقانانو ته به یې ګټه ورسيږي.))

ولسوال دا هم وویل، چې د ویالې په جوړیدو سره به په لاره کې د ضایع کیدونکو اوبو مخه ونیول شی.

دده په وینا په دې ویاله پنځلس لکه افغانۍ لګښت شوی، چې لس سلنه يې ځايي اوسیدونکو ورکړي دي.

د پکتیکا د کلیو پراختیا ریاست یو تن کارکونکي محمد حسن وویل، چې دوی به موسساتو ته په دې ځای کې د فعالیت کولو له پاره ښه شرایط برابر کړي:

((د کلیو پراختیا ریاست به دا شان نورې پروژې په کار واچوي او مختلفو دولتي او غیر دولتي موسسو ته به د پروژو د عملي کولو زمینه برابره کړي تر څو د پکتیکا ولایت په مختلفو ولسوالیو او کلیو کې هېوادوالو ته خدامات وړاندې کړي .))

د عبدالخېلو کلي یو تن قومي مشر د یادې پروژې څخه خوښي وښووده او ویې ویل چې پخوا تر دې به د دوی ډیرې اوبه تر کروندې پورې په بشپړ ډول نه رسېدلې او د ویالې په اوږدو کې به ضایع کېدلې خو اوس به موږ په لږو اوبو هم خپلې ځمکې خړوبولای شو.

د یاد قومي مشر په وینا ددې پخې ویالې څخه دوی اوس کولی شي چې د اوبه لګونې تر څنګ د څښلو په برخه کې او د څارويو د ابولو په برخه کې استفاده وکړي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د ثبات برنامې له لورې د یوسف خېلو د عبدل بابا او خوشحال بابا په لیسو کې د کرکټ د اکاډمۍ له پاره یو، یو ورزشي میدان او د ۱۰۰ مترو په ژوروالي یو، یو څاه هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .

XS
SM
MD
LG