نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
په دې وروستیو کې د کورونا وایرس د خپرېدو له انديښنو سره سره بیا هم د خوست اوسېدونکو د ۱۳۹۹م لمریز کال لومړۍ ورځ تر ماښامه په مېله ځایونو او د ښار په تفریحي پارکونو کې په مېلو، چکرونو، اتڼونو او خوشحالیو تېره کړه. د نجيب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په افغانستان کې د کورونا وایرس د خورېدو له وېرې ځينو خلکو خوراکي توکي جمع کول شروع کړي دي. ځيڼي دکاندارانو هم بیې لوړې کړې دي. له دې وجې د خوست والي حليم فدايي په ښار کې وګرځېد او هغه دکانونه یې بند کړل چې په ګرانه بيه یې شيان خرڅول.
د سولې په نوم د خوست د نومول شویو ځاځي میدان او تڼو د سرحدي ولسوالیو کرکټ لوبډلو په خپلو کې یو ورځنۍ دوستانه لوبه وکړه.
ښځو د مارچ پر نهمه یوې غونډې ته په وینا کې وویل، افغانې ښځې په هېڅ ډول دې ته حاضرې نه دي چې د هغوی د نېږدې دوه لسیزو لاسته راوړنې او پرمختګونه
خوستۍ ښځې وايي، د پخوا پرتله د ښځو ژوند ښه شوی او هغوی ته څه نا څه د زده کړو او کار شرایط برابر شوي، خو د هغوی حقونو او اړتیاوو ته باید نوره هم پاملرنه وشي.
د افغانستان د خوست ملي امنیت ځواکونو د یاد ولایت په مرکز او اړوندو سیمو کې شپږ کسان د ترهګریزو فعالیتونو او یو کس د موټر تښتونې په تور لاس په لاس نیولي دي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.
د افغانستان د خوست ملي امنیت ځواکونو د یاد ولایت په مرکز او اړوندو سیمو کې شپږ کسان د ترهګریزو فعالیتونو او یو کس د موټر تښتونې په تور لاس په لاس نیولي دي.
په خوست کې مېشتو وزیرستانيو کډوالو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د هغوی کورنیو ته دې د غلام خان بندر پر لاره د ستنېدو اجازه ورکړي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.
د مارچ پر پېنځمه په خوست کې د یوې غونډې پر مهال مشال راډیو ته وویل، وزیرستاني کډوال په افغانستان کې کاروبار نه لري او د خوارۍ مزدورۍ لپاره
د مارچ پردرېیمه د پکتیکا د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکو د ځواب خان په نوم د خپلې سیمې یو خدمتګار، چې له ۴۰ کلونو ډېره موده ښوونکی پاتې شوی او
د لوګر ولایت چارواکي وايي، د مارچ پر دويمه شپې مهال وسلوالو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د مس عینک پر ساتونکي برید کړی، چې ۵ سرتیري پکې وژل شوي دي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، چاودنه په یوه موټر سایکل کې له ایښوول شویو باردو شوې.
خوستوال د نظام د اساسي بنسټونو پايښت هم د دې هېواد د پرمختګ او د خلکو د یووالي لپاره له اساسي شرطونو څخه ګڼي
د خوست اوسېدونکي او چارواکي وايي، ولسونه د دوی د سوکاله ژوند لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې ستايي او په یو غږ ورڅخه ملاتړ کوي.
د فبرورۍ پر ۲۲مه د خوست یو شمېر ځوانانو او ښځو د یوې غونډې له لارې د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې هرکلۍ وکړ او هیله يې وښوده، چې د یوې اونۍ لپاره دا هوکړه به پدې هېواد کې بشپړ اوربند ته لاره هواره کړي.
د فبرورۍ پر ۲۱مه د نورو سیمو په شان په خوست کې هم د یو شمېر روڼ اندو او فرهنګیانو لخوا د فبروري ۲۱مه یا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ قومي مخور، مدني فعالان، روڼ اندي او ځوانان وايي، پدې هېواد کې ټول پرمختګونه د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو د قربانیو پایله ده او خلک يې ملاتړ کوي.
ګل نواز مندوزی وايي، په دې جګړه کې د افغانانو اقتصاد له منځه ولاړ، علم او فرهنګ يې زیانمن شو، ورور وژنه روانه ده او دا هر څه د بهرنیو استخباراتو لخوا پر افغانانو تپل شوي دي.
د فبرورۍ پر ۱۵مه د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو د نشه يي توکو د کارونې همدارنګه پېر او پلور پر وړاندې قومي تړون وکړ.
د خوست او پکتیا د منګلو د قوم مشران او ځوانان وايي، چې د نوي مالي کال په بودجه کې د دوی د ولسوالیو لپاره د بیارغونې پروژې په پام کې نه دي نیول شوي.
نور وښیئ