د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې دوه بمي چاودنو کې پينځه کسان ټپیان شوي دي


په خوست کې د چاودنې ځای
په خوست کې د چاودنې ځای

د مې پر ۱۶مه مازدیګر نېږدې پېنځه بجې د افغانستان د خوست ښار اداري کمپلیکس په سیمه کې جمهوریت دروازې سره نېږدې دوې چاودنې وشوې، چې د خوست د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ګډون ۵ کسان په کې ټپیان شوي دي.

د خوست عامې روغتیا مشر ډاکټر حبیب شاه انصاري مشال راډیو ته وویل، چاونه د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي په ګاډي پسې شوې، چې په اوله چاودنه کې نوموړیاو یو ساتونکی يې ټپیان شول.

ده زیاته کړه، کله چې د چاودنې سیمې ته پولیس ورسیدل، دویمه چاودنه هم وشوه، چې په هغه کې بیا درې پولیس ټپیان شول.

د عامې روغتیا مشر وویل، په ټپیانو کې یوازې د یو سرتېري روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

بلخوا د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ د خربین په سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د مې پر ۱۶مه د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي مشال راډیو ته وویل، یاد عملیات چې تېره شپه پیل شوي ول، نن غرمه پای ته رسیدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، په وژل شویو وسله والو کې د سادات، عمر او معتصم په نومونو د وسله والو درې سرګروپان هم شامل دي.

د پکتیکا امنیه قوماندان وايي، د جګړې په ډګر کې د درې وسله والو مړي پاتې شوي او د هغوی یوه اندازه وسله هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلې ده.

ده وویل، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د افغان ځواکونو د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG