د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس په پکتیکا کې د وزیرستانیو ستونزې ډېرې کړې دي


په افغانستان کې د وزیرستان کډوال (پخوانی عکس)
په افغانستان کې د وزیرستان کډوال (پخوانی عکس)

خوست – د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل او لمن ولسوالیو کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، د ښارونو د قرنطین کیدو په شپو ورځو کې يې ستونزې ډېرې شوې دي.

دوی وایي، د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره له تدابیرو وروسته د هغوی کارونه په ټپه دریدلي او وروستیو بارانونو کې يې خیمې او سرپناوې هم خرابې شوې دي.

دوي‌ د اپرېل پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت، د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې او نورو ملي او نړیوالو ادارو وغوښتل چې له دوی سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړي.

د پکتیکا په برمل کې اوسېدونکي‌ وزیرستاني‌ زاهد الله وویل، پخوا ورسره هره میاشت د خوراکي توکو یوه اندازه مرسته کېده، خو د کورونا وایرس له پيښ شوي ګواښ وروسته هغه مرستې هم ندي ورکړل شوي.

ده وویل چې د زیاتو بارانونو له کبله يې خیمې خرابې شوي، د قرنطین له کبله یو بل ځای نشي تلای او دې حالت د دوی ستونزې لا ډېرې کړې دي.

د سلام خان او رحمت شاه په نومونو دوه نور کډوال وايي، روژه رانږدې ده، خو دوی په کورونو کې خوراکي توکي نلري او د بازارونو په تړل کیدو سره يې کاروبارپه ټپه دریدلی دی.

دوی زیاتوي چې د نورو سیمو په شان دې د پکتیکا په برمل او لمنه کې میشتو وزیرستانیو کډوالو سره هم د خوراکي شیانو او د کورونا وایرس څخه د محافظتي توکو مرستې وشي.

په برمل کې میشت یو بل وزیرستانی کډال عیدا خان وايي ، "موږ ته مخکې مرستې راتلې، خو اوس چې د کورونا وایرس راغلی، پر موږ مرستې بندې شوي، بازارونه هم بند شوي او موږ قرنطین شوي یو."

ده زیاته کړه ، " مخکې چې زموږ کوم کاروبار وو په برمل کې، اوس په مکمله توګه کار بند شوی دی، نه مزدوري پیدا کیږي، موږ سخت متاثره شوي یو، زموږ غوښتنه داده لکه کومې مرستې چې په خوست کې ورکول کیږي، موږ ته هم راکړل شي."

د پکتیکا د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، چې پدې ولایت کې میشتو وزیرستانیو کډوالو ته په منظم ډول د مارچ میاشتې تر پایه مرستې ورکړل شوې دي.

د کډوالو چارو رئیس زمریالي فضلیار وویل، که څه هم د مارچ په پای کې دوی سره د کیدونکو مرستو د قرار داد موده پای ته ورسیده، خو دوی هڅه کوي، چې قرارداد ژر وغځوي‌ او دوی ته مرستې ورکړل شي.

دی د کډوالو ستونزې پر ځای بولي او وايي، د دوی اړتیاوې ډېرې دي او بایدژر يې تابیا وشي.

د پکتیکا د کډوالو چارو ریاست وايي، د یاد ولایت په برمل، لمن او ارګون کې د وزیرستاینو کډوالو خواوشا درې زره کورنۍ میشتې دي، چې ۲۷۰۰ کورنۍ هغه يې بایومیټریک شوي چې د مارچ تر پایه ورسره منظمې مرستې وشوې، خو د مسوولینو په وینا پاتې کورنۍ ثابتې نه دي، یو بل ځای ته تګ او راتګ کوي، چې له همدې کبله يې تر اوسه د بایومیټریک بهیر پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG