د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي په لوګر کې یې ۱۵ وسله وال وژلي


هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو علمیات.پخوانی انځور. ارشیف

خوست - د افغانستان په پکتیا کې د افغان ځواکونو چارواکي وایي، تېره شپه ناوخته د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپي شوي دي.

په سیمه کې د افغان ځواکونو د رسنیو د برخې مسوول جګړن ایمل خان مومند د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې وسله والو په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود چې د افغان هوايي او توپچي ځواکونو له خوا پرط برید وشو.

ده وویل چې په دې برید کې د وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

ایمل خان مومند د ۶ وژل شویو وسله والو د جسدونو انځورونه هم چې د جګړې په سیمه کې پاتې شوي، له رسنیو سره شریک کړي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې افغان ځواکونو د لوګر په څرخ او خروار ولسوالۍ کې هم پر دوی د بریدو نو پر مهال د ۶ وسله والو د وژل کیدو ادعا کړې وه.

په دې اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې رسنیو ته څه ندي ویلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG