د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا سره د مبارزې بودجه دې په شفافه ولګول شي: خوستي فعالان


په خوست کې د کورونا په اړه د مدني فعالانو غوڼده
په خوست کې د کورونا په اړه د مدني فعالانو غوڼده

د خوست مدني فعالان او د رسنیو استازي غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه باید د اړتیا پر اساس په شفاف ډول ولګول شي.

مرکزي حکومت خوست ته کورونا سره د مبارزې لپاره ۶۴ میلیونه افغانۍ ورکړي، چې د چارواکو په وینا تر اوسه یوازې ۱۵ سلنه لګیدلي او نورې پاتې دي.

بل لوري ته د دوشنبې ورځې ناوخته په دې اړه د خوست ځايي چارواکو په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د دې بودجې د مصرف لپاره دوه پلاوي ګمارل شوي او دوی هر وخت چمتو دي، چې خلکو او رسنیو ته حساب ورکړي.

خوستي فعالان او د رسنیو استازي وايي، دې ولایت ته د مرکزي حکومت لخوا د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره بودجه باید په شفاف ډول ولګول شي او په بېلا بېلو پړاونو کې يې د لګښتونو مالومات له خلکو او رسنیو سره شریک شي.

مدني فعال کریم الله نظري مشال راډیو ته وویل، د دې بودجې د لګښت په اړه د چارواکو لخوا یوازې په خبري کنفرانسونو د ولس او رسنیو قناعت نه حاصلېږي.

دی زیاتوي، حکومت دې په دې برخه کې رسنیو ته د څېړنیزو رپوټونو د جوړولو په خاطر زمینه برابره کړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د مرکزي حکومت لخوا کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شویو بودجو پر لګښت او شفافیت نیوکې شوې دي.

د شفافیت په خاطر په خوست کې د طبي توکو او اجناسو د خریداری د څار په پلاوي کې د مدني ټولنو او رسنیو څو استازي هم په کې دي.

لیکوال او ژورنالیست زاهدشاه انګار چې په دې پلاوي کې د رسنیو استازیتوب کوي وايي، په لګول شوې ۱۵سلنه بودجه کې دوی هم موجود وو، او د توکو په اخیستلو کې کیفیت او بیې دواړو ته پاملرنه شوې ده.

د چارواکو د مالوماتو له مخې مرکزي حکومت کورونا سره د مبارزې لپاره ۶۰ میلیونه افغانۍ ولایت مقام او ۴ میلیونه افغانۍ د عامې روغتیا ریاست ته ورکړي دي.

د خوست د ټولینز مرکز مشر سیف الله حیات وايي، څومره چې د کرونا لپاره د ځانګړو شویو پیسو په لګولو کې شفافیت ته اړتیا ده، په هماغه اندازه دا هم مهمه ده، چې دا توکي د روغتیا په سکټور کې ورک بته (حیف و میل)نشي او تر مستحقو خلکو ورسیږي.

د خوست وايي
د خوست وايي

بل لوري ته خوست والي محمد حلیم فدايي، چې د دوشنبې ورځې مازدیګر يې خوست کې د کورونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې د لګښتونو په باب یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، تر اوسه د شته بودجې څخه ۱۵ سلنه يې مصرف شوې، چې ۷ قلمه بیلابیل طبي توکي ورباندې اخیستل شوي دي.

ده همدا راز وویل،عامې روغتیا ریاست له ۴ میلیون افغانیو بودجې څخه تقریباً نیمایي لګولې ده.

د خوست د چارواکو په وینا چې تر اوسه په دې ولایت کې د کورونا وایرس ۷ مثبتې پيښې ثبت شوي، چې یو کس ورڅخه جوړ شوی او ۱ کس ورڅخه څو ورځې مخکې وفات شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG