د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښاریان د نرخونو د لوړېدو نه شکایت کوي


خوستیان وايي،په روژه کې د نرخونو له لوړېدو سره د دوی ستونزې ډېرې شوې.
خوستیان وايي،په روژه کې د نرخونو له لوړېدو سره د دوی ستونزې ډېرې شوې.

د خوست اوسېدونکي وايي، چې د روژې میاشتې په رارسیدو د خوراکي توکیو او ترکاریو بیې تر دې لوړې شوي، چې ډېر خلک يې د پېریدلو توان نه لري.

دوی وايي، له یوې خوا د کورونا وایرس ګواښ او له دې کبله د کارونو ټکني کیدل او تر څنګ يې، بې کاري او بیا په روژه کې د نرخونو له لوړېدو سره د دوی ستونزې ډېرې شوې دي.

بل لوري ته حکومتي مسوولین د نرخونو لوړیدل مني، خو په اوس وخت کې دا یوه عامه ستونزه بولي او زیاتوي، چې د لارو بندښت او د ګمرکي مالیاتو لوړېدو هم د توکو د بیو پر زیاتیدو اغېز کړی.

سره له دې چې په خوست ښار کې په خوراکي توکو، ترکاریو او سبزیو کې کوم څرګند کموالی نه لیدل کېږي، خو د افغانستان د نورو بازارونو په شان يې بیې د پخوا په پرتله څو برابره لوړې شوې دي.

یو شمېر ښاریان مشال راډیو ته وايي، له یوې خوا د کورونا وایرس ګواښ کاروبارونه ټکني کړي او په ځینو مواردو کې يې په ټپه درولي، بل لوري ته دوی اړ دي، د روژه ماتي لپاره یو څه برابر کړي، چې دوی يې پدې بیه د اخیستلو توان نلري.

هغوی له افغان حکومت غواړي، چې لږ تر لږه دې د نرخونو د ډېریدو مخه ونیسي.

د خوست اوسیدونکی شمل روز خان وايي:

"دا چې د کرونا مریضي هم نړۍ او افغانستان ته راغلې، د روژې مبارکه میاشت هم ده، د افغانستان خلک او په تیره د خوست خلک په اقتصاد کې ضعیفه دي، نرخونه ډېر لوړ دي، د ځینو سبزیو قیمتونه دومره لوړ دي، چې غریب سړی يې د اخیستلو توان نه

لري، نو حکومت دې نرخونه کنټرول کړي."

د خوست دوه نورو ښاریانو قاضي خان او شاه خان وویل، اوس هغه پخواني نرخونه نشته، چې د دوکاندارانو کوم خوښ وي، په هغه بیه پر خلکو توکيپلوري.

دوی زیاتوي، مخکې چې یو توکي په کلدارو کومه بیه درلوده، اوس په هماغه بیه په افغانۍ پلورل کیږي، نو د غریبو خلکو يې اخیستو ته وس نه رسیږي.

د نرخونو لوړولو مسله په ټولنیزو شبکو کې هم راپورته شوې، د ټولنیزو شبکو یو شمېر کارونکو له مسوولو ادارو غوښتي، چې نرخونه کنټرول کړي او سرغړونکو ته دې جزاء ورکړي.

په همدې اړه د شنبې ورځې ماسپین په ښاروالۍ ریاست کې د ښاروالۍ، د دوکاندارانو اتحادیې او امنیه قوماندانۍ د مسوولینو لخوا یو خبري کنفرانس ورکړل شو.

په دې خبري کانفرانس کې د خوست امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونیار نجیب الله عیني وویل، امنیتي ادارې په ځانګړي ډول پولیس حاضر دي، چې په ښار کې د ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو لخوا ټاکلي نرخونه پلي کړي.

د خوست د سوداګرو اتحادیې مشر جمال تڼي وړاندیز وکړ، چې افغان حکومت دې پدې حالاتو کې لوړ محصول که هغه مالیه وي او که ګمرک د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو دې معاف کړي.

دی زیاتوي، کله چې هغوی د مارکیټ له مالک دا غوښتنه کوي، چې کرایه مه اخله، نو حکومت بیا ولې محصول واخلي؟

بل لوري ته د خوست سرپرست ښاروال دلاور نوري د نرخونو د لوړیدو په باب وویل، دا ستونزه یوازې په خوست کې نه ده، بلکې کرونا وایرس له کبله د هېواد او نړۍ په کچه بیې لوړې شوې دي.

هعه زیاتوي، د لارو بندښت او په ګمرکونو کې د محصول په لوړولو سره هم د توکو بیه لوړه شوې ده.

نوموړي ونه ویل، چې د دې ستونزې د هواري لپاره به ښاروالي عملاً کوم اجراات ترسره کړي.

خوست ښار له څه مودې راهیسې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر نیمه تړل شوی، که څه هم تر دې وروستیو خوست د کورونا وایرس مثبته پېښه نه درلوده، خو اوس ځینې سرچینې وايي، چې په دې ولایت کې درې مثبتې پيښې ثبت شوي، خو دا ارقام تر اوسه د عامې روغتیا وزارت د کورونا وایرس د مثبتو پېښو جدول ندي پورته شوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG