مليحه اميرزاده د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. هغه د سروې په نوم د اوونیزې خپرونې کوربنه ده. په خپرونه کې له نجونو او ښځو سره د هغوی پر لاس ته راوړنو او بریاوو خبرې کېږي. سروې خپرونه پر فېسبوک او یوټیوب په ویډیويي بڼه ژوندۍ او په راډیو په ثبت شوې بڼه خپرېږي.
لرغونپوهانو د مراکش د رباط سره نږدې یو حمام موندلې دې. کارپوهان وايي چې هغه حمام په ۲۰۰۰ مربع میټره جوړ دې چې دویمې پيړۍ سره اړه لري. د ماهرینو په فکر دا ښايي په هغه وخت کې په هیواد کې تر ټولو لوی حمام وو. تفصیل د اسوشيېټېډ پریس خبري اژانس په ویډيي رپورټ کې چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف) سفیر او د فوټبال پخوانی نومیالی لوبغاړی ډېوېډ بېکم په هند کې له ماشومانو هلکانو او نجونو سره لیدلي دي. نوموړي په ګجرات کې ولیدل چې یونېسېف د هند له حکومت سره څنګه د نجونو او ښځو ځواکمنتیا لپاره کار کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
جون بوېس ویلر په تانده ځوانۍ کې د انځورګرۍ هنر پیل کړی وو خو اوس چې یې عمر۹۴ کاله دی، بیا هم له خپل هنر سره لېونۍ مینه لري. هغه وايي، خپل کار يې لا هم دومره پرې ګران دی لکه په لومړیو ورځو کې چې وو. هغې ۸۰ کاله په هنري نړۍ کې تېر کړي او لا هم د خپل هنر د لا ځلولو لپاره نوې لارې لټوي. ویډیويي رپورټ.
په اروپايي اتحادیه کې هر کال نېږدې شپږ مېلیونه ټنه رخت (کپړه) غورځول کېږي. په دې اندازه دا د هر تن په سر تقریباً ۱۱ کېلوګرامه وزن جوړېږي. د روان کال په پیل کې، د اروپا پارلېمان د نوې ستراتیژۍ لپاره سپارښتنې کړي چې له مخې یې هلته خرڅېدونکي د رخت مصنوعات باید پایداره، د بیا استعمال قابل او د بدلون
یو وېتنامی هنرمند د وړۍ، مالوچو او ستنې په کارولو د سپیو او پیشوګانو مالکانو لپاره مجسمې جوړوي. د هغه د کار مقصد دا دی چې خلک د خپلو ګران بیه کورنیو ځناورو یادونه ژوندي وساتي. تفصیل د ای اېف پي خبري اژانس په ویډیويي راپور کې.
په چین کې یوې هنرمندې د بورې څخه د هنري نمونو جوړولو په سیالي کې لومړی مقام تر لاسه کړی دی. هغه وايي له بورې د پېسټرۍ یا ثانجقو څخه د خوړو هنري نمونو جوړولو لپاره یې ډېر محنت کړی دی. دا خاص مهارت ځانګړي تخنیکونه لري چې هغې ډېر په محنت زده کړي دي. دا چې دغه هنرمنده له بورې څه جوړلی شي:
په شام کې یو هنرمند پخواني کتابونه او قالینونه غونډوي او ورباندې انځورګري کوي. هغه وايي چې د دې موخه یې د چاپېریال خوندي کول او د کارول شویو شیانو بیا استعمالول دي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د افریقايي هېواد ګېني یو زده کوونکي د مصر په الازهر پوهنتون کې د زده کړو ارمان درلود خو دومره پیسې یې نه لرلې چې د الوتکې ټېکېټ واخلي. محمد شافعي بري څلور میاشتې په بایسېکل سفر وکړ او بالاخره قاهرې ته ورسېد. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په نیپال کې په ۲۰۱۵ز کال کې زلزله شوې وه چې د مرګژوبلې تر څنګ یې ډېرو ودانیو ته هم زیان رسولی وو. په هغو ودانیو کې د هېواد لرغوني اثار هم ول چې حکومت یې اوس د بیا جوړولو کار پیل کړی دی. تفصیل د اې اېف پي اژانس په دې ویډیويي راپور کې.
ایرانۍ دولتي رسنۍ وايي چې رییسي او سلمان د اکتوبر پر ۱۱مه د "فلسطینیانو پرضد د جنګي جنایتونو یا جرمونو د درولو پر اړتیا" وغږېدل. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د حماس تر بریدونو وروسته یووالي ښوولو په موخه اسراییلو ته تللی دی.
د افغانستان د هرات زلزله ځپلي وايي مرستو او استوګنځایونو ته اړتیا لري. د سرې میاشتې ادارې کارکوونکي وايي، د یخنۍ زیاتېدو له وجې ځینې زلزله ځپلي د بېلابېلو ناروغیو ښکار شوي دي. په زلزلو کې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په پاکستان کې بریاني له مشهورو خوړو څخه بلل کېږي خو د کراچۍ اوسېدونکي دعوه کوي چې د هغه ښار په څېر بریاني په پاکستان کې په بل ځای کې نه پیدا کېږي
د بلوچستان په مستونګ کې په چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي، چاودنه د سېپټېمبر پر ۲۹مه د عید میلاد النبي غونډې پر مهال شوې ده. د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو څخه د جوړ دې رپورټ ځینې برخې ښايي ځینو کتونکو ته ځوروونکې وي.
له لومړني رپورټ سره سم، په قامي اسمبلۍ کې به د خیبر پښتونخوا ۴۵، د بلوچستان ۱۶، د سیند ۶۱، د پنجاب ۱۴۱ او د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد ۳ عمومي څوکۍ وي.
په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ د سېپټېمبر پر ۲۷مه په بیان کې ویلي دي چې شوفر تاریخي بالاحصار کلا ته ورغی او د خیبر پښتونخوا د پولیسو له مشر اختر حیات خان ګنډه پور سره یې هم ولیدل.
سېکانو د سېپټېمبر پر ۲۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې یې مذهبي ازادي لرله، خو د ناامنۍ له وجې د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.
سري لنکایۍ لوبډلې د ۲۵۳ منډو هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو د سیالۍ په وروستي توپ پوره کړ. د هغې لوبډلې کوشال مینډېس ۹۱، چرېت اسلانکا ۴۹ او سدیرا سماراوېکرما ۴۸ منډې وکړې. د پاکستان افتخار احمد درې او شاهین شاه اپرېدي دوه لوبغاړي وسوځول.
په تورخم کې یوشمېر افغانانو او سوداګرو د هغې لارې د تړل کېدو ضد مظاهره کړې ده. هغه مهمه لاره د سېپټېمبر پر شپږمه د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ له نښتې راهیسې تړلې ده. د سېپټېمبر ۱۲مې مظاهرچیانو پر دواړو خواوو غږ وکړ چې لاره دې پرانیزي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په افغانستان کې د خرابو اقتصادي حالاتو له امله ډېر خلک د ورځني ژوند د اړتياوو په پوره کولو کې مشکلات لري. ګڼشمېر افغانان د پيسو د نه لرلو له امله دې ته اړ شوي دي چې د کور سامان خرڅ کړي.
نور وښیئ