د لاسرسي ځای

تازه خبر

يوناما وايي د طالبانو په بند کې ۱۸ کسان مړه شوي دي


په کابل کې يو طالب د ګزمې په وخت په ټوپک نښه نيولې - انځور له ارشيفه
په کابل کې يو طالب د ګزمې په وخت په ټوپک نښه نيولې - انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره (يوناما) وايي چې د طالبانو په زندانونو کې یې د بشري حقونو د سرغړاوي ۱۶۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

دې ادارې د سيپتمبر پر ۲۰مه په خپاره کړي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو د افغانانو د نيولو او په بند کې د ساتلو پر مهال ورسره "ظالمانه، غیر انساني او د سپکاوي" چلند کړی دی. په رپورټ کې ويل شوي چې د سرغړونو له ۱۶۰۰ قضيو نيمايي یې د "شکنجې په ګډون د نورو ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي چلند" هغه دي.

يوناما ويلي چې د دوی څېړنې ښيي چېپه افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو لخوا د کسانو د نیول کیدو او په بند کې د ساتلو پر مهال ۱۸ کسان مړه شوي دي. دغه راپور د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای تر پایه د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۹ ولایتونو کې د ټولو شویو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.

د راپور د موندنو په اړه د يوناما په خبرپاڼه کې راغلې چې ډيری سرغړونې د طالبانو استخباراتو ادارې او کورنيوو چارو وزارت سرتيرو تر سره کړې دي. په نيول شويو کسانو کې سياسي مخالفين، خبريالان، د بشري حقونو فعالان او احتجاج کوونکې ښځې شاملې دي. په دوی کې ځیني یې تر يو وخت بند وروسته خوشي شوي او ځيني نور یې تر ډيره وخته په بند کې ساتل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر تورک له خولې ويل شوي: "د وهلو ټکولو، بجلۍ شاټونو، د اوبو اړوند شکنجې، او د ا فرادو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې د ګواښونو ترڅنګ د ډیرو نورو ظالمانه او سپک چلند رپوټونه ځوروونکي دي. د نړيوالو قوانينو له مخې، شکنجه په هر ډول حالت کې منع ده." هغه زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت مشران بايد په دې شکنجو کې د لاس لرونکو چارواکو پر ضد کاروايي وکړي.

د دې راپور په یوه غبرګون کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوناما معلومات تر پوښتنې لاندې راوستي او ویلي یې دي چې د بندیانو د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره یې ګامونه پورته کړي دي. وزارت ویلي چې په هیڅ صورت شکنجې اجازت نه ورکوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په زور په افغانستان کې حکومت ونيو. دوی تر هغه وروسته پر ښځو ګڼ بنديزونه لګولي، پر رسنيوو یې محدوديتونه زیات کړي او سياسي ګوندونه یې له کاره منع اعلان کړي دي. دوی همداراز ګڼ خبریالان نيولي او د بشري حقونو فعالانو پر ضد یې کاروايي کړې ده. د نړۍ يو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. طالبانو د بشري حقونو په اړه د نړيوالو فشارونه او غوښتنې رد کړې دي. دوی وايي هر څه چې کوي، هغه یې داخلي مسايل دي.

XS
SM
MD
LG