د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او سري لنکا د اسیا جام په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي


د سري لنکا چرېت اسلانکا د پاکستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې بریا لمانځي - د سېپټېمبر ۱۵مې انځور.
د سري لنکا چرېت اسلانکا د پاکستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې بریا لمانځي - د سېپټېمبر ۱۵مې انځور.

د سري لنکا لوبډلې د اسیا کپ کرکټ سیالیو په لړ کې پاکستان ته په دوو وېکټو له ماتې ورکولو سره د پایلوبې ته وتلې ده.

ټاکل شوې چې سري لنکا او هند د سېپټېمبر پر ۱۷مه په پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شي. په کولمبو کې هغه سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو او د کابل پر دوو بجو پیلېږي.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه د هغې یو ورځنۍ سیالۍ منتظمینو د باران له کبله د اوورونو شمېر له ۵۰ څخه ۴۲ ته ښکته کړ.

پاکستانۍ لوبډلې په لومړي بیټېنګ کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سري لنکا ته د ۲۵۳ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان محمد رضوان ۸۶، عبدالله شفیق ۵۲ او افتخار احمد ۴۷ منډې وکړې او د سري لنکا متیشا پتيرانا درې او پرمود مدوشن دوه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم د وروستي اوور لپاره له توپویشتونکي زمان خان سره خبرې کوي - د سېپټېمبر ۱۵مې انځور.
د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم د وروستي اوور لپاره له توپویشتونکي زمان خان سره خبرې کوي - د سېپټېمبر ۱۵مې انځور.

په ځواب کې سري لنکایۍ لوبډلې پیل له چټکې توپوهنې وکړ خو ژر یې یو لوبغاړی د منډې وهلو پر مهال وسوځېد او تر هغې وروسته یې په ۷۷ منډو دویم لوبغاړی هم وسوځېد. البته تر دې وروسته کوشال مینډېس او سدیرا سماراوېکرما د ۱۰۰ منډو شراکت وکړ او د سري لنکایۍ لوبډلې د بیټېنګ وضعیت یې پیاوړی کړ.

سري لنکایۍ لوبډلې د ۲۵۳ منډو هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو د سیالۍ په وروستي توپ پوره کړ. د هغې لوبډلې کوشال مینډېس ۹۱، چرېت اسلانکا ۴۹ او سدیرا سماراوېکرما ۴۸ منډې وکړې. د پاکستان افتخار احمد درې او شاهین شاه اپرېدي دوه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان او سري لنکا ترمینځ هغه سیالي چې د زیارت (پنجشنبې) پر ورځې پیل شوې وه د باران له کبله د ځنډ ښکار شوه او د سېپټېمبر پر ۱۵مه تر نیمې شپې وروسته پای ته ورسېده.

د اسیا جام د دویم پړاو وروستۍ سیالي د سېپټېمبر پر ۱۵مه د هند او بنګلادېش لوبډلو ترمینځ کېږي. ټاکل شوې چې په کولمبو کې هغه لوبه د پېښور پر وخت د ماسپښين پر دوه نیمو او د کابل پر دوو بجو پیل شي.

سږ کال د اسیا جام په سیالیو کې شپږو لوبډلو برخه واخیسته چې ورڅخه یې افغانستان او نیپال په لومړي پړاو کې له سیالیو بهر شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG