د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د نویو حلقو ابتدايي نوملړ خپور کړی دی


یو پولیس اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.
یو پولیس اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري (ډېجېټل) سرشمېرنې پر اساس د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نویو حلقو لومړی نوملړ خپور کړی دی.

کمېشن تر هغې وروسته د نویو حلقه بندیو اعلان وکړ چې د پاکستان د ګډو ګټو شورا په اګست کې د هېواد د لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجېټل سرشمېرنې نتیجې تایید کړې چې له مخې یې د هغه هېواد ابادي څه د پاسه ۲۴۱ مېلیونه ده.

کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۷مه په خپل رپورټ کې ویلي دي چې د قامي اسمبلۍ د ټولو عمومي څوکیو شمېر به ۲۶۶ وي او له دې پرته به پکې ۶۰ څوکۍ د ښځو او ۱۰ د لږکیو لپاره ځانګړې کېږي.

په پاکستان کې پر عمومي څوکیو د نوماندانو ترمینځ ازاده سیالي کېږي او هر چا چې زیات ووټونه ترلاسه کړل، قامي یا صوبايي اسمبلۍ ته لاره پیدا کوي. تر انتخاباتو وروسته کمېشن هر ګوند ته د ترلاسه کړیو څوکیو په تناسب د ښځو او لږکیو څوکۍ ورکوي چې هغوی بیا ورباندې خپل استازي مستقیماً اسمبلیو ته لېږدوي.

له لومړني رپورټ سره سم، په قامي اسمبلۍ کې به د خیبر پښتونخوا ۴۵، د بلوچستان ۱۶، د سیند ۶۱، د پنجاب ۱۴۱ او د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد ۳ عمومي څوکۍ وي.

داراز، کمېشن وايي، د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلي کې به ۱۱۵، په بلوچستان کې ۵۱، په سیند کې ۱۳۰ او په پنجاب کې به ۲۹۷ عمومي څوکۍ وي او له دې پرته به هره صوبه د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ هم ولري.

انتخاباتي کمېشن د نویو حلقو پر لومړني نوملړ یا لېسټ د نیوکو یا اعتراضونو لپاره د یوې میاشتې یعنې د اکتوبر تر ۲۷مې پورې وخت ورکړی دی او وايي چې د هغې پر اساس به د حلقو د وروستي لېسټ خپرولو چارې پر مخ وړي.

د کمېشن د تازه حلقو په نوملړ کې یوشمېر بدلونونه شوي دي او وايي چې د انتخاباتي قانون له مخې یې په څلورواړو صوبو کې ځینې ضلعې د کافي ابادۍ نه لرلو له وجې د قامي اسمبلۍ له جلا څوکۍ بې برخې شوي دي.

کمېشن په دې لړ کې بر او کوز جنوبي وزیرستان ضلعې یوه انتخاباتي حلقه ګرځولې ده. کمېشن داراز، بر او کوز چترال ضلعو، بر او کوز کوهستان، مانسهرې او تور غر او هنګو او اورکزیو ضلعو ته هم د قامي اسمبلۍ د یوې، یوې څوکۍ ورکولو پرېکړه کړې ده. انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د ټانک ضلعې ابادي هم کافي نه وه، نو ځکه به یې د قامي اسمبلۍ څوکۍ له ډېره اسماعیل خان سره شریکه وي او ډېره اسماعیل خان به په دې توګه په قامي اسمبلۍ کې ۳ څوکۍ ولري.

د تازه حلقو لومړنی رپورټ ښيي چې کمېشن په بلوچستان کې هم د کمې ابادۍ له کبله یوشمېر ضلعو ته د جلا څوکیو ورکولو پر ځای هغه له نورو ضلعو سره یو ځای کړې دي.

کمېشن ویلي دي چې کلا سیف الله، ژوب او شېراني ضلعې به د قامي اسمبلۍ یوه څوکۍ ولري. داراز، موساخېل، بوری (لورالايي)، بارکان او دوکۍ، هرنايي، سېوۍ، کوهلو او ډېره بګټي، نصیر اباد، جل مګسي او کچي، زیارت او پښین، کلا عبدالله او چمن، نوشکي، چاغي، واشوک او خاران، مستونګ، قلات او سوراب، لسبېله، حب او اواران، او پنجګور، کېچ او ګوادر به د جلا څوکیو پر ځای یوه عمومي څوکۍ ولري.

دا په داسې حال کې ده چې کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۱مه په بیان کې وویل حتمي یا وروستۍ حلقه بندۍ د نومبر پر ۳۰مه اعلانوي چې تر هغې وروسته به ۵۴ ورځنی انتخاباتي کیمپېن کېږي او بیا به د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې په هېواد کې عام انتخابات وکړي.

XS
SM
MD
LG