د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د خیبر پښتونخوا له پولیسو او اېف سي ځواک سره د ۶ لکه ډالرو سامانونو مرسته کړې


د امریکا د سفارت مرستیال اینډریو شوفر په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور ته د مرستې سند ورکولو پر مهال - د سېپټېمبر ۲۶مې انځور.
د امریکا د سفارت مرستیال اینډریو شوفر په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور ته د مرستې سند ورکولو پر مهال - د سېپټېمبر ۲۶مې انځور.

په پاکستان کې د امریکا سفارت د خیبر پښتونخوا د پولیسو او اېف سي ځواک د وړتیاوو لوړولو او د هغوی د ساتنې لپاره د شپږو لکو ډالرو سامانونه ورکړي دي.

دا مرسته په پاکستان کې د امریکا د سفارت مرستیال اینډریو شوفر د سېپټېمبر پر ۲۵مه او ۲۶مه د پېښور سفر پر مهال اعلان کړه.

په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ د سېپټېمبر پر ۲۷مه په بیان کې ویلي دي چې شوفر تاریخي بالاحصار کلا ته ورغی او د خیبر پښتونخوا د پولیسو له مشر اختر حیات خان ګنډه پور سره یې هم ولیدل.

په بیان کې راغلي دي چې د شوفر د سفر موخه د پولیسو امنیت ته د امریکا ژمنتیا، د خیبر پښتونخوا سیمو ته د وسلوالو د ورتګ او د هغوی د فعالیتونو مخنیوي په برخه کې د پاکستان د هڅو د دوامداره ملاتړ ښکاره کول ول.

بیان وايي، شوفر چې بالاحصار ته ورغی نو هلته یې د اېف سي ځواک لپاره د دوه نیمو لکو ډالرو د سامانونو مرسته اعلان کړه چې ورسره به د شپنیو عملیاتو لپاره د هغه ځواک د سرتېرو وړتیاوې زیاتې شي.

تر دې وروسته نوموړي د خیبر پښتونخوا د پولیسو له مشر ګنډه پور سره ولیدل او ورته یې د درې نیمو لکو ډالرو امنیتي سامانونه ورکړل چې ورسره به د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې د پولیسو د سرتېرو حفاظت پیاوړی شي او کارکردګي به یې ښه شي.

د قونسلګرۍ بیان وايي چې د امریکا د سفارت مرستیال په پېښور کې د قبایلي ضلعو د وګړو د ژوند او روزګار ښه کولو لپاره د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکايي ادارې (یو اېس اې ای ډي) د ۴۷۰،۰۰۰ ډالرو پروژې په غونډه هم ګډون وکړ چې پکې ځوانانو، ښځو او لږکیو برخه واخیسته.

اینډریو شوفر په هغه غونډه کې خلکو ته د ګنډلو مشینونه او په لمریزه توانایۍ چلېدونکي پکي هم ورکړل.

بیان وايي، نوموړي د امریکا او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره د خیبر پښتونخوا له سوداګرو او د صوبې د اقتصادي زونونو د پرمختګ او انتظام شرکت په ګډون د معلوماتي ټېکنالوژۍ د بورډ له استازو سره هم ولیدل.

بیان زیاتوي چې نوموړی داراز د مذهبي ازادۍ او زغم د ملاتړ لپاره د امریکا ژمنتیا څرګندولو په موخه د پېښور سېنټ جونز کلیسا ته هم ورغی او مذهبي همغږۍ ته یې د ودې ورکولو پر چارو وینا وکړه.

XS
SM
MD
LG